ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې خلکو د ملکي وګړو وژل کېدو غبرګون کې د کابل- شمال لویه لاره تړلې ده

بغلان کې خلکو د ملکي وګړو وژل کېدو غبرګون کې د کابل- شمال لویه لاره تړلې ده

author avatar
9 Jul 2019 - 09:57
بغلان کې خلکو د ملکي وګړو وژل کېدو غبرګون کې د کابل- شمال لویه لاره تړلې ده
author avatar
9 Jul 2019 - 09:57

پلخمري (پژواک، ١٨ چنګاښ ٩٨): د بغلان اوسېدونکو په هوايي بريد کې د يوې کورنۍ د اوو غړو د وژل کېدو په غبرګون کې د کابل شمال- لويه لار د ترافيکو پر مخ تړلې ده.

اعتراض کوونکو د وژل شوو کسانو جسدونه سړک ته را ايستلي او د ((مرګ پر اشرف غني، مرګ پر بهرنيانو او مرګ پر افغان ځواکونو)) شعارونه ورکوي.

د بغلان د مرکز اړوند د ډنډشهاب الدين د قطب خېلو سيمې اوسېدونکي احمدالله (مستعار نوم) د چنګاښ په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه بې پيلوټه الوتکې د اسماعيل پر کور بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دې پېښه کې د اسماعيل مېرمن او شپږ ماشومان يې وژل شوي دي.

ده وويل چې د ډنډشهاب الدين اوسېدونکو د يادې پېښې په غبرګون کې د کابل- شمال لويه لار د ترافيکو پر مخ تړلې ده.

هغه زياته کړه: ((موږ سره له مړو راغلي يو، دلته مو لار بنده کړې ده، خو د اردو کسان راغلل هوايي ډزې يې وکړې څو مظاهره ګډوډه کړي خو مظاهره روانه ده او په دې ډزو کې يو کس ټپي شوى دى.))

بل لور ته د بغلان والي فريداحمد بسيم هم پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې د يوې کورنۍ اووه غړي وژل شوي دي.

والي زياتوي: ((تر اوسه معلومه نه ده چې دغه بريد بې پيلوټه الوتکې ترسره کړی او که کومې بلې الوتکې خو په دې اړه موږ له ناټو او مرکز سره تماس نيولى او موږ ته به ډېر ژر ځواب راکړي.))

د يادونې ده، درې ورځې وړاندې هم د ډنډشهاب الدين سيمې په کندوز تپې سيمه کې پر يوه کور هوايي بريد وشو چې له امله يې دوه ښځې وژل شوى وې او څلور ماشومان ټپيان شوي وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.