دوحه (پژواک، ١٨ چنګاښ ٩٨): د قطر په پلازمېنه دوحه کې دوه ورځنۍ بين الافغاني ناسته د اته ماده ييز پرېکړه ليک په خپرولو سره پاى ته ورسېده.
د قطر او جرمني حکومتونو په همکارۍ او مرستې د ٦٠ کسانو په ګډون دغه ناسته وړمه ورځ (د چنګاښ ١٦مه) له غرمې مخکې په دوحه کې پيل شوې وه.
په دې ناسته کې د طالبانو د ١٧ کسيز پلاوي تر څنګ له کابل، اروپا او نورو هېوادونو افغان سياستوال، مدني ټولنې او د ښځو استازو ګډون کړى و.
دغه ناسته تېره شپه ناوخته د اتمه ماده ييز پرېکړه ليک په خپرولو سره پاى ته ورسېده؛ په دغه پرېکړه ليک کې د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتل شوي چې تاوتريخوالي کمول او پر ټولګټو ځایونو، ښوونځيو ديني مرکزونو او تاسيساتو له بريدونو دې ډډه وشي.
پرېکړه ليک په لاندې ډول خپره شوی:
موږ د روان ۱۳۹۸ کال د چنګاښ په ۱۶ ــ ۱۷ چې د ۲۰۱۹ کال د جولای میاشتي له ۷ ـ ۸ نېټې سره سمون خوري، په دوحه کي د سولي لپاره د بین الافغاني کنفرانس ګډون کوونکي په افغانستان کې د سولې لپاره د جرمني د فدرالي جمهوریت او د قطر هېواد هڅو ته د ارزښت په سترګه ګورو او بین الافغاني ناستو د کوربه توب او سهولت برابرولو له کبله یې مننه کوو.
موږ د کنفرانس ګډون کوونکي همدارنګه د ملګرو ملتونو له سازمان، د سیمې له هېوادونو او په ځانګړي ډول له امریکا سره د مذاکراتو او بین الافغاني ناستو لپاره د سهولت برابروونکو هېوادو څخه مننه کوو چې د افغانستان د مسئلې د حل لپاره یې لازم امکانات برابر کړي دي او هیله لرو چې ټول اړخونه به په راتلونکي کې همدغه همکاري په داسې ډول ترسره کړي چې زموږ د هېواد او ولس د خیر او یوې واقعې سولې ته د رسېدو سبب شي.
دا چې له اوږده بحران وروسته په افغانستان کې د تلپاتې او سراسري سولې د راتګ لپاره وضعیت اماده شوی، نو دغه هدف ته د رسېدو لپاره موږ د دوحې د بین الافغاني کنفرانس ګډونوال په لاندې مواردو کې توافق ته ورسېدو:
موږ د کنفرانس د ګډون کوونکو له دیده د خبرو او تفاهم له لارې کولای شو چې د هېواد د نن او راتلونکي په اړه مشترک درک ته ورسېږو او هغه موانع چې په دې لاره کې شتون لري، لرې کړو. له دی کبله موږ ټول د خبرو د تداوم پر ضرورت ټینګار کوو.
لومړی: د بین الافغاني کنفرانس ټول ګډون کوونکي بشپړ اتفاق لري چې په هېواد کې تلپاتې سراسري او باعزته سوله چې د افغانستان د ټولو وګړو غوښتنه ده، د صادقانه همه شمولو بین الافغاني مذاکراتو په پایله کې شونې ده.
دويم: افغانستان یو متحد، اسلامي هېواد او د ټولو مېشتو وروڼو قومونو مشترک کور دی.
د اسلامي نظام حاکمیت، اجتماعي او سیاسي عدالت، د وګړو اساسي حقوق، ملي وحدت، خپلواکي او ارضي تمامیت هغه ارزښتونه دي چې ټول افغانان ورته تعهد لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن