د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د مشرانو جرګې رييس : بايد د سولې په بهيرکې ((پټې معاملې)) ونه شي

د مشرانو جرګې رييس : بايد د سولې په بهيرکې ((پټې معاملې)) ونه شي

Jul 09, 2019 - 20:25

 

کابل (پژواک، ۱۸چنګاښ ۹۸): د مشرانو جرګې رييس د حکومت او طالبانو ترمنځ پر خبرو اترو د ټينګار  او د دوحې غونډې پرېکړه ليک پرځينو موادو د نيوکې ترڅنګ، خليلزاد ته په خطاب کې وويل چې بايد د سولې په بهير کې ((پټې معاملې)) ترسره نه شي.

د دوحې غونډه د چنګاښ په شپاړسمه او اوولسمه د طالبانو د ۱۷ کسيز پلاوي ترڅنګ له کابل، اروپا او امريکا څخه ۶۰ افغانانو چې د ښځو او مدني بنسټونو استازي او سياستوال هم په کې شامل وو، ترسره شوه.

دا غونډه تېرماښام د اته ماده ييز پرېکړه  ليک په خپرولو سره پای ته ورسېده.

د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار، نن د دې جرګې په عمومي ناسته کې د دوحې غونډې ته په اشارې وويل  چې سوله د افغان ولس اړتيا ده او مشرانو جرګه له هر هغه بهيرڅخه چې په افغانستان کې د سولې ټينګښت لپاره ترسره کېږي په دې شرط هرکلی کوي چې اوسنی نظام او افغان ولس په کې له پامه و نه غورځول شي.

د دې پرېکړه ليک په درېيمه ماده کې راغلي دي: (( زموږ ملت چې د تاريخ په اوږدو کې په ځانګړې توګه په وروستيو څلوېښتو کلونو کې د اسلامي او ملي ارزښتونو خونديتوب لپاره سرښندنې کړي، له نړيوالې ټولنې، د سيمې هېوادونو او  کورنيو کړيو څخه غواړو چې يادو ارزښتونو ته په درنه سترګه وګورئ، دا چې افغانستان بيا د جګړې او کړکيچ په ډګر بدل نه شي، د هېواد مختلفو پرګنو ترمنځ بين الافغاني هوکړه اړينه ده، په دې برخه کې د نړيوالې ټولنې، سيمې هېوادونو او کورنيو عناصرو ملاتړ چې د ټولو ښګينه په کې نغښتې ده، غواړو.))

مسلميار په دې اړه وويل: (( زه د تېرې ورځې اعلاميې په تړاو چې تېره شپه مې ولوسته مثبت ليدلوری نه لرم، په دې اعلاميه کې ډېر موارد دي چې نه يې غواړم  هغه ټول دلته تشريح کړم، ... په پای کې يې يوې موضوع ته اشاره کوم، هغوی له جهاد او څلويښت کلنې مبارزې ستاينه کړې ده، بالکل جهاد د افغان ولس څرګند حق و، ولس د وخت شوروي اتحاد او  د ګوډاګيانو پر وړاندې يې ودرېد، مبارزه يې وکړه او يو نيم ميليون شهيدان يې ورکړل، هېواد مو ازاد کړ، د وروستيو اتلسو کلونو جګړه  هم په څلويښت کلنه جګړه کې شامله ده، مقابل لوری هم زموږ  د وژل شوو  هېوادوالو وژنه تاييدوي چې هېڅکله زما لپاره د منلو وړ نه ده،  زه مجاهد يم، جهاد کوم، له خپلې خاورې دفاع کوم، زموږ اردو مجاهده ده، له خپلې خاورې دفاع کوي، که تاسو دې اعلاميې ته متوجه شئ، نو هرڅوک يې بېلابېل ډول تعبيرولی شي او ترې ګټه پورته کولی شي.))

مسلميار وويل چې په دوحه  له ګډون کوونکې ډلې سره مناظرې ته چمتو دی.

نوموړي له يادې ډلې پوښتلي چې درېيمه ماده يې څه ډول راوړې ده او په تړاو يې د هېواد امنيتي ځواکونو پياوړتيا لپاره څه ځواب لري؟

هغه زياته کړه : ((هره ورځ سلګونه کسان وژل کېږي، دا څه ډول جهاد تعبيروئ؟ دې مادې په يقيني ډول زه زيات اندېښمن کړی يم.))

دغه راز د مشرانو جرګې مشر د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ  پر خبرو اترو ټينګار وکړ.

هغه وويل: ((  اسلامي امارات له ګوندونو سره خبرې کوي او غوښتنه بيا له  حکومته لري ، زما په اند لا هم واټن شتون لري او بايد طالبان له حکومت سره خبرې اترې وکړي، څو جوته شي چې طالبان او حکومت سوله غواړي او که نه؟ ))

نوموړي د دوحې غونډې ته په اشارې وويل: (( هغه څوک بايد داسې غونډو کې ګډون وکړي چې د ولس استازيتوب وکړای شي، د سولې لوری دولت دی نه سياسي ګوندونه، کومو کسانو چې له افغانستان  څخه په دې غونډه کې ګډون  کړی بايد د افغان ولس سمه استازولي وکړي او په دې ټينګار ولري چې له حکومت سره خبرې اترې وکړي او له نظام څخه په جرئت دفاع وکړي.))

مسلميار د افغان سولې په تړاو د امريکا د متحده ايالتونو ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ته  چې په قطر کې له طالبانو سره د سولې د اووم پړاو په خبرو بوخت دی په خطاب کې وويل: (( پټه معامله ځای نه نيسي، له دې ولس سره په وار وار پټې معاملې شوې دي؛ خو بې پايلې وې.))

نوموړي زياته کړه، که هر راز پټه معامله روانه وي، دوام به ونه کړي او ملت به د خپلې ازادۍ لپاره مبارزه وکړي.

د مشرانو جرګې مشر وويل چې که د سولې ټينګښت په نوم يو جهت وتړل شي او لس نور جهتونه پرانيستل شي، دا له افغان ولس سره ښکاره دښمني ده او هېڅکله  ملت ته د منلو وړ نه ده.

هغه خليلزاد ته په خطاب کې وويل: ((که تاسو غواړئ چې په افغانستان کې ولسواکي او سراسري سوله ټينګه شي، زما مشوره دا ده چې بايد ټول موارد له ولس سره شريک شي، ځکه چې ملت سرښندنې ورکړې دي، ملت ستاسو له پروګرامونو سره مخالف نه دی، ملت سوله غواړي.))

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement