د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د هلمند زندان يو ډاکټر په خپل کتنځاى که د ماين چاودنه کې ووژل شو

د هلمند زندان يو ډاکټر په خپل کتنځاى که د ماين چاودنه کې ووژل شو

Jul 09, 2019 - 19:12

لښکرګاه (پژواک، ١٨ چنګاښ ٩٨): د هلمند د محبس يو ډاکترعبدالقيوم ذکي د دغه ولايت په مرکز لښکرګاه کې د هغه په شخصي کتنځاى کې د چاودنې له امله ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول. 

عیني شاهدان وایي، نن له غرمې وروسته کله چې ډاکټر ذکي خپل کتنځاى ته ننوت، په کتنځاى کې د ننه چاودنه وشوه او ذکي په کې ووژل شو.

د هلمند والي تورن جنرال محمد یاسین خان پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغه چاودنه کې د دغه ولايت د محبس يو تن ډاکتر عبدالقيوم ذکي وژل شوى او دوه تنه نور هټۍ وال ټپيان دي.

د ډاکټر ذکي کتنځای د لښکرګاه ښار د اوومې امنیتي حوزې اړوند په صافيانو سيمه کې موقعيت لري.

د دغې چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخستى.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking