ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
9 Jul 2019 - 11:21
د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
9 Jul 2019 - 11:21

کندوز ښار (پژواک، ١٨ چنګاښ ٩٨): د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په بريد کې ١٣ د ملي اردو سرتېري او درې سرحدي پوليس وژل شوي دي.

د کندوز په ولايتي شورا کې د امام صاحب ولسوالۍ استازي خليل قاري زاده د چنګاښ په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ په قرغان تپې سيمه کې د امنيتي ځواکونو د معلم ترک پر پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې ١٣ د ملي اردو سرتېري او درې سرحدي پوليس وژل شوي او شپږ نور امنيتي سرتېري ټپيان شوي دي.

دغه راز په همدې سيمه کې يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې په دې جګړه کې ٢٠ امنيتي سرتېري او لس وسله وال طالبان وژل شوي دي.

ده زياته کړه: ((جګړه د شپې پيل شوې وه او د نن تر لسو بجو پورې يې دوام وکړ، پوسته موږ بېرته نيولې ده او تصفيوي عمليات روان دي.))

همدارنګه د امام صاحب ولسوال محبوب الله سعيدي هم پژواک ته وويل چې په دې جګړه کې افغان امنيتي سرتېرو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه کره شمېره په ډاګه نه کړه خو ويې ويل: ((تر لږ مخکې پورې جګړه روانه وه، نو نه معلومېږي چې څومره کسان په کې وژل شوي دي.))

بل لور ته طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبانو د امام صاحب ولسوالۍ په قرغان تپې سيمه کې د حکومتي ځواکونو پر پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې ٢٨ حکومتي سرتېري وژل شوي، ١٦ ټپيان دي او لس نور طالبانو نيولي دي.

مجاهد زياتوي چې په دې جګړه کې يو طالب وژل شوى او درې نور ټپيان شوي دي.

د يادونې ده، څو ورځې وړاندې هم طالبانو په دې سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستې بريد کړى و او درنه مرګ ژوبله يې اړولې وه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.