د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

طالبانو په جوزجان کې ۵۴ امنیتی منسوبین خوشي کړي

طالبانو په جوزجان کې ۵۴ امنیتی منسوبین خوشي کړي

Jul 09, 2019 - 18:57

شبرغان (پژواک، ۱۸چنګاښ ٩٨): طالبانو د جوزجان ولایت د قوش تپې ولسوالۍ ودانۍ پر بمونو الوزلې او ۵۴ هغه ملي او سیمه ييز پولیس یې خوشي کړي چې یوه اوونۍ مخکې یې نیولي وو.

د جوزجان قوش تپه ولسوالي تېره اوونۍ له دوو شپو جګړو وروسته طالبانو سقوط کړه چې د راپورونو له مخې شاوخوا ۱۰۰ امنیتي پولیس له نظامي تجهیزاتو سره یو ځای طالبانو ونیول.

د قوش تپې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي حبیب الله (مستعار نوم) پژواک ته وویل: ((طالبانو د قوش تپې ولسوالۍ تر سقوط درې ورځې وروسته ددې ولسوالۍ ټول نظامي تجهیزات لکه هاموی ټانکونه، موټرونه، موټر سایکلونه، سپکې او درنې وسلې، نظامي مهمات، مفروشانو، مېزونه او څوکۍ د فاریاب دولت اباد ولسوالۍ لوري ته ولېږدول.))

نوموړي ادعا وکړه چې طالبانو د ولسوالۍ له خالي کېدو وروسته، کړکۍ، دروازې او د دفترونو د میزونو او چتونو لرګي په خپل منځ کې ووېشل او کورونو ته یې انتقال کړل.

هغه وویل، وروسته یې ټول دفترونه او د ولسوالۍ ودانۍ په بمونو والوزول.

سرچینې روښانه کړه، د سیمې مشران د ولسوالۍ د ودانۍ له ویجاړولو مخکې د مولوی سنت الله په نوم د وسله والو طالبانو نومول شوي ولسوال ته ورغلل او له هغه يې وغوښتل چې د ولسوالۍ ودانۍ ویجاړه نه کړي.

دده په خبره، طالبانو د خلکو خبرې واورېدې او وروسته یې د ولسوالۍ ودانۍ ته چاودنه ورکړه.

یو بل کس چې د نصرالله په مستعار نوم ځان معرفي کوي وویل، طالبانو د ولسوالۍ د دفترونو ټول اسناد سوزولي او خلکو ته یې وویل چې هېڅ داسې سند چې وکولای شي خلکو ته ضرر ورسوي په ولسوالۍ کې پرېنږدي.

هغه زیاته کړه، یو شمېر هغه طالبان چې له بادغیس او فاریاب ولایتونو د قوش تپې ولسوالۍ د نیولو لپاره راغلي وو له یادې سیمې تللي او اوس په ولسوالۍ کې لږ شمېر طالبان پاتې دي.

دده په خبره، طالبانو نن سهار ۵۴ ملي او سیمه ییز پولیس چې له دوی سره بندي وو خوشي کړل.

په ورته وخت کې د جوزجان امنیه قوماندان سمونیار عبدالواجد د ملي او سیمه ییزو پولیسو د خوشي کېدو په تایید وویل، د سیمه ییزو پولیسو ۳۲ او د ملي پولیسو ۲۲ منسوبین چې له طالبانو سره بندي وو نن خوشي شوي دي.

هغه روښانه کړه، یو شمېر خوشي شوي کسان د ولسوالۍ له مرکزه شبرغان ته رسېدلي دي.

ده روښانه کړه چې اوس په قوش تپه ولسوالۍ کې له طالبانو سره هېڅ امنیتي سرتېری نه دی بندي.

خو د جوزجان والي مولوي لطف الله عزیزي وویل، د قوش تپې ولسوالۍ د بیا نیولو لپاره هڅې پیل شوې او ډېر ژر به یې د عملیاتو پلان جوړ شي.

د هغه په خبره، ځینې امنیتي منسوبین چې طالبانو نیولي وو د قومي مشرانو په منځکړيتوب خوشي شوي او یو شمېر نور هغه سرتېري چې تښتېدلي وو هره ورځ درې او څلور کسان د ولایت مرکز ته راځي.

نوموړي ددې پوښتنې تر څنګ چې قوش تپه ولسوالي د ځینو امنیتي منسوبینو لخوا د معاملې له امله د طالبانو لخوا سقوط شوې ده؟ وویل: ((په دې اړه شک موجود دی او موږ د څو شکمنو کسانو په اړه څېړنې پیل کړې دي خو د خوښې وړ پایلې ته نه یو رسېدلي.))

نوموړي روښانه کړه چې که یاده مساله ثابته شي چې د قوش تپې ولسوالي په قصدي توګه سقوط شوې عاملینو ته به یې جزا ورکړل شي.​

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement