د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پکتیا کې دې زعفرانو کرلو ته پراختیا ورکړل شي

پکتیا کې دې زعفرانو کرلو ته پراختیا ورکړل شي

Jul 09, 2019 - 17:08

ګردېز (پژواک، ١٨ چنګاښ ٩٨): د کرنې وزارت او د پکتيا د کرنې رياست مسوولين وايي چې له هرات ولايته وروسته د پکتيا زعفران غوره او ښه درجه لري چې بايد کښت ته يې پراختيا ورکړل شي.

دوی دا خبرې د پکتيا د پنځو ولسواليو بزګرانو ته له شپږ ټنه ډېر د زعفران پيازو او ورسره د اړينو وسايلو د وېش په ترڅ کې وکړې.

په دې غونډه کې د کرنې وزارت د کرنيزو خدمتونو امر مومند خروټي وويل چې له تېرو شاوخوا شپږو کلونو راهيسې په پکتيا کې د زعفرانو وېش او کښت کېږي او د ترلاسه شوو پايلو پر اساس د دغه ولايت زعفران له هرات وروسته د هېواد غوره زعفران دي.

خروټی چې اوسمهال د کرنيزو خدمتونو په برخه کې کار کوي، وايي چې د پکتيا اوبه او هوا زعفرانو ته خورا مناسب او خلک يې هم کښت ته لېوال دي.

نوموړي وويل: ((نتايجو او تجربو  وښوده چې په ټول افغانستان کې د پکتيا زعفران له هرات وروسته په ښه درجه کې دي.))

دغه راز د پکتيا د کرنې رييس محمدالدين مومند وايي چې سږ کال په پکتيا کې د دوه ميليونه افغانيو په لګښت ښځو او سړيو ته د ۶۲۳۳ کيلو د زعفرانو پياز وېشل کېږي.

هغه وايي چې د دغو زعفرانو شاوخوا درې زره او پنځه سوه کيلو يې په پکتيا کې توليد شوي او پاتې يې له هرات او کابل ولايتونو رالېږدول شوي دي.

مومند زياته کړه چې د وزارت د بودجې د کموالي له امله  سږ کال د زعفرانو کمه اندازه ورکړل شوې، ګني په خبره يې په دغه ولايت کې د ډېرو زعفرانو کرلو وړتيا او شونتيا شته.

نوموړي پژواک ته وويل: ((د زعفرانو کرلو لپاره مختلفې قطعې دي، بعضې نيم جريب دي او ځينې تقريباً پنځه بسوې ځمکه کې جوړېږي؛ په دې کې نه يوازې دا چې زموږ دهقانان وروڼه دي، بلکې هغو خويندو ته هم وېشل کېږي چې علاقه او ځمکه يې ولري.))

بلخوا بزګران د زعفرانو په ورکولو خوښ دي او وايي چې کولای شي د کرنې رياست په همکارۍ او څارنه په سمه توګه زعفران وکري او ښه حاصل ترې ترلاسه کړي.

د دوی له ډلې د سيد کرم ولسوالۍ اوسېدونکي اسحق وويل: ((زعفرانو ته مو ځکه مخه کړه چې ډېر ښه شی دي، له مخدره موادو هم ښه دي او وطن ته هم ګټه ده.))

د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکی شاه جهان وايي چې تېر کال يې ياد بوټی کرلی او ښه ګټه يې ترې ترلاسه کړې وه.

جهان وويل، د زعفرانو کښت ته يې زياته ځمکه ځانګړې کړې او غواړي کښت ته يې پراختيا ورکړي.

نوموړی وايي: ((زعفران ګټه لري، پياز يې چې وکرې، درې، څلور کاله وروسته ګټه لري، ګل يې بېله ګټه لري او شين بوټی يې بېله.))

د وزارت د شمېرو له مخې، دمګړۍ په افغانستان کې هر کال شاوخوا شپاړس زره ټنه زعفران توليدېږي او دوی هڅه کوي چې دا شمېره سلو زره ټنو ته لوړه کړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement