د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د غزني او هلمند اوسېدونکو دوحې کې د بين الافغاني ناستې ملاتړ وکړ

د غزني او هلمند اوسېدونکو دوحې کې د بين الافغاني ناستې ملاتړ وکړ

Jul 10, 2019 - 17:47

غزني ښار-لښکرګاه (پژواک،١٩ چنګاښ ٩٨): د غزني او هلمند سلګونو اوسېدونکو په دوحې ښار کې د بين الافغاني ناستې ملاتړ وکړ او له ښکېلو خواوو يې غوښتنه وکړ چې د بيا خبرو لپاره دې ژر زمينه برابره کړي.

د روانې ميلادي مياشتې په اوومه او اتمه نېټه د قطر هېواد په دوحې ښار کې بين الافغاني ناسته ترسره شوه چې په کې د حکومت او طالبانو د استازو ترڅنګ مدني فعالانو او نورو افغانانو هم برخه اخيستې وه.

له يادې ناستې د ملاتړ په موخه نن په غزني ښار کې د سلګونو ځوانانو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او عامو خلکو له لوري غونډه جوړه شوې وه.

په دغه غونډه کې قومي مشر معلم رازق وويل چې حکومت او طالبان بايد د سولې رامنځته شوى فرصت له لاسه ور نه کړي.

دى وايي: ((موږ د قطر له بين الافغاني ناستې ملاتړ کوو، نن موږ تر هرڅه وړاندې سولې ته اړتيا لرو نور نه غواړو چې په دې هېواد کې وينه تويه شي.))

د هغه په وينا، حکومتي سرتېري او طالبان دواړه د همدې خاورې بچيان دي نور بايد ونه وژل شي او په دې هېواد کې بايد سوله راشي.

دغه راز د غونډې بل ګډنوال حاجي عبدالله وويل چې د افغانستان روانه ستونزه يواځې د بين الافغاني ناستو له لارې هوارېداى شي.

ده وويل: ((طالبان بايد له حکومت سره هم مخامخ کېني او دغه فرصت بايد برابر کړي ترڅو په هېواد کې سوله راشي.))

نوموړى وايي چې د جګړې په کولو سره حکومت او طالبان يو هم خپلې موخې ته نه رسيږي خو برعکس يواځې افغانان به وژل کيږي.

همدارنګه مدني فعال شېر احمد وويل چې د سولې د راتګ لپاره تر ټولو مهم د اوربند کول دي چې طالبان بايد دغه کار وکړي.

دى وايي: ((په وار وار له طالبانو د اور بند غوښتنه شوې، يوځل بيا ترې د اوربند غوښتنه کوو ترڅو خلک په ارامه ساه واخلي.))

د دې غونډې يو شمېر نورو ګډونوالو هم ورته څرګندونې وکړې او د سولې پر ټينګښت يې ټينګار وکړ.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې هم نن د سولې په تړاو غونډه جوړه شوې وه.

په دغه غونډه کې ديني عالم مولوي عبدالله وويل چې د تاوتريخوالي او ورور وژنې له لارې هېڅ مهال طالبان نه شي کولى موخې ته ورسيږي.

ده زياته کړه: ((په هېواد کې روانه جګړه هېڅ مشروعيت نه لري، بلکې مذاکرات کولى شي چې روانې ستونزې حل کړي .))

همدارنګه د مدني ټولنو د همغږۍ دفتر مشر نظر محمد رودي وويل چې هېوادوال له جګړو سخت ستړي شوي او نور سوله غواړي.

دى وايي: ((موږ له دواړو لورو غواړو چې نور زموږ د سولې ارمان پوره کړي.))

د غونډې په پاى کې د هلمند والي محمد ياسين خان وويل چې حکومت په هېواد کې د سولې د راوستو لپاره وروستۍ هلې ځلې کوي.

والي زياته کړه: ((جګړه د حل لار نه ده، يواځې سوله کولى شي موږ او تاسو ټول هدف ته ورسوي.))

د يادونې ده چې د سولې خبرې له کابله د تللي پلاوي او طالبانو ترمنځ وړمه ورځ پاى ته ورسېدې چې د ګډنوالو په وينا يې د سولې په برخه کې ځينې پرمختګونه هم په کې شوي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement