د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د ۱۴ پروژو کار پيل شو

د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د ۱۴ پروژو کار پيل شو

Jul 10, 2019 - 18:24

جلال اباد (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۹۸): د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۴ پروژو چارې پیل شوې.

د چارواکو په وينا، دغه پروژې به د راتلونکو شپږو مياشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

په همدې موخه د ننګرهار ولايتي چارواکو او د سوېډن کمېټې مسوولينو د چنګاښ په ۱۹مه ګوشتې ولسوالۍ ته سفر کړی و او هلته يې د دغو پروژو د کارونو د پيل پرانېسته وکړه.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وویل، یادې ۱۴ پروژې په دغه ولایت کې د سوېډن کمېټې په ۳۲ میلیونه افغانیو مالي لګښت د ۱۴ شوراګانو له لوري پیل شوې دي.

دی وايي چې په دغو پروژو کې د اوبو رسونې لمریزې شبکې، فرعي سړکونه او کوڅې جوړول او پخول او یو شمېر نورې پروژې شاملې دي چې د خلکو له خوا به د ولس په څارنه د ۶ میاشتو په موده کې بشپړې شي.

هغه د سیمې مخورو ته لارښوونه وکړه چې په ګوشتې ولسوالۍ کې د ټولو پروژو له چارو څخه څارنه وکړي، خو ټینګار یې وکړ چې د پروژو په چارو کې دې له لاسوهنې څخه ډډه وکړي .

د ولایتي شورا غړي افتخار مومند دا پروژې د دغې ولسوالۍ د خلکو لپاره ګټورې وبللې، خو یادې ولسوالۍ کې یې په نورو برخو کې د لا زیاتو پروژو د پلي کېدو غوښتنه وکړه.

نوموړي وويل چې د دغې ولسوالۍ خلک د اوبو، سړک، روغتيا او پوهنې برخو کې له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګريوان دي.

د سيمې يو قومي مشر محمد امين پژواک ته وويل چې د ګوشتې ولسوالۍ ډېرو ځايونو کې ښوونځي نشته او ګڼ شمېر ماشومان له زده کړو پاتې کېږي.

بل قومي مشرحاجي عبدالحنان بيا په دغې ولسوالۍ کې د رغنيزو پروژو نشتوالي، روغتيايي اسانتياوو ته د خلکو نه لاسرسی او د ولسوالۍ ځوانانو ته د کاري زمينو نه شتون لوی ستونزې يادې کړې.

د یادونې ده چې په ګوشتې ولسوالۍ کې اوس مهال د څه باندې ۳۳۷ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې تر کار لاندې او د عملي کېدو په موخه په پلان کې دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement