د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

مدني فعالان: خوست کې تاريخي ابدات د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي

مدني فعالان: خوست کې تاريخي ابدات د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي

Jul 10, 2019 - 15:22

خوست ښار (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۹۸): مدني فعالان او عام خلک وايي چې خوست کې تاريخي ابدات د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي او پاملرنه ورته نه کيږي.

هغوی وايي، که دولت پر وخت دې برخې ته پاملرنه ونه کړي، ښايي زياتره تاريخي ابدات چې ددغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې موجود دي، په بشپړ ډول له منځه لاړ شي.

د دغو تاريخي ابداتو له ډلې يوه هم د غازي ببرک خان جنګي او تاريخي کلا ده چې د خوست په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې موقعيت لري.

د سيمې د اوسېدونکو او د چارواکو په وينا، دغه کلا ۱۵۰ کاله وړاندې د اميرعبدالرحمن خان په وخت کې په شپږ جريبه ځمکه کې جوړه شوې ده.

د غازي ببرک خان د کورنۍ يو تن غړي قاضي احمد ببرک زي پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه کلا چې په دوو پوړونو کې جوړه شوې وه،دوه برخې يې درلودې، يوه يې د کور د غړو او بله يې د مېلمنو لپاره وه.

ببرک زی وايي د دغې تاريخي کلا د له منځه تللو خطر ورځ تر بلې زياتيږي او په وينا يې که مسوول چارواکي يې پر وخت غم ونه خوري، ښايي د ځمکې پر مخ يې هيڅ اثر هم پاتې نه شي.

دی زياتوي: ((تاسو خپله شاهد يئ چې دا کلا د تخريب په حال کې ده، کېدای شي داسې وخت راشي چې دې ځای کې به د دې کلا کوم اثر هم پيدا نه شي. نو موږ غواړو چې دا کلا بېرته په هماغه شکل ورغول شي، څو نويو ځوانانو ته دا احساس پيدا شي چې د دې کلا له برکته مو له انګريزانو کاميابي اخيستې وه.))

مدني فعالان هم وايي، دولت د غازي ببرک خان کلا چې ددغه ولايت يوه له تاريخي ابداتو څخه ده، د رغولو لپاره هيڅ هم نه دي ترسره کړي.

يو تن ليکوال او ژورنالېست بسم الله ارمان پژواک اژانس ته وويل، دولت بايد نه يواځې د دې کلا بلکې ټولو هغو تاريخي ابداتو رغولو او ساتنې ته پام وکړي، چې د تخريب له ګواښ سره مخ دي.

هغه وايي: ((سره له دې چې هغو مسلکي کسانو نه پرته عام کس هم د دې کلا د رغولو لپاره ښه پلان جوړولی شي او ډېرو لويو مصارفو ته اړتيا هم نشته. زموږ غوښتنه دا ده چې دولت ددې کلا په خوست او ټول افغانستان کې د تاريخي ابداتو د رغونې لپاره بايد پلان ولري.))

خو مسوول چارواکي بيا وايي، هڅه يې دا ده چې د غازي ببرک خان کلا په ګډون د ټولو تاريخي ابداتو ساتنې او رغونې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د تاريخي ابداتو د ساتنې د برخې مسوول سيدقابل شاه مياخېل پژواک ته وويل چې د غازي ببرک خان کلا د رغونې په اړه يې مرکز کابل ته پشنهادونه لېږلي او هيله ده نږدې راتلونکي کې يې د رغونې چارې پيل شي.

هغه زياته کړه: ((موږ له وزارت نه غوښتنه کړې او د غوښتنو په اساس معین  صاحب محمد رسول باوري خپله دې کلا ته راغلی او اوس فعلاً د ماين پاکۍ موسسې هم دې کلا کې کار پيل کړی او چاودېدونکي توکي ترې ايسته کوي.))اطلاعاتو او فرهنګ رياست د شمېرو له مخې د غازي ببرک خان کلا په ګډون په دې ولايت کې شاوخوا ۱۸ تاريخي ابدات شتون لري، چې ګورګرۍ تاڼه، خوشامل حسن کوټ کومبته يې او خواجه محمدخان تپه يې له مشهور تاريخي ابدو څخه دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement