د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په دايکنډي او بدخشان کې لس امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

په دايکنډي او بدخشان کې لس امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

Jul 10, 2019 - 16:24

 

 نيلي / فيض اباد (پژواک، ۱۹چنګاښ ۹۸):  د دايکنډي په کجران ولسوالۍ کې د ځای پرځای شوي ماين د چاودنې له امله دوه امنيتي منسوبين وژل شوي، دوه نور ټپيان دي او د بدخشان په ارګو کې پرامنيتي پوستې د طالبانو ډله ييز بريد کې شپږو امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دايکنډي ولايت د امنيه قوماندانۍ مرستيال انورمحمدي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه اته بجې د کجران ولسوالۍ په پدګګ سيمه کې د امنيتي ځواکونو پوستې مخې ته رامنځ ته شوې ده.

نوموړي وويل چې د دې چاودنې له امله، څلورامنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 د نوموړي په خبره، ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي وضعيت يې د قناعت وړ دی.

د دايکنډي ياد امنيتي چارواکي، د يادې پېښې په ترسره کولو کې طالبان مسوول وګڼل؛ خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 د يو بل خبر له مخې، د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کې پر يوې امنيتي پوستې د طالبانو ډله ييز بريد کې، دوه تنه امنيتي ځواکونه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د  ارګو ولسوال زاهد مصدق، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا بريد د شپې شاوخوا دوولس نيمې بجې د ارګو ولسوالۍ په دانشمندان سيمه کې د جلال اباد پر امنيتي پوستې ترسره شوی دی.

سرچينې زياته کړه، بريد نږدې دوه نيم ساعته دوام درلود چې په ترڅ کې  يې  د امنيتي ځواکونو دوه ميله کلاشينکوفونه، يو RPG7 راکټ او يوه  دهشکه د دښمن لاس ته ورغلي او د دې پوستې پاتې وسلې او مهمات د سرتېرو له لوري د ولسوالۍ مرکز ته لېږدول شوي دي.

د ارګو ولسوال د معلوماتو له مخې، په دې بريد کې وسله والو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې؛ خو تر اوسه ددولت د وسله والو مخالفينو د مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده معلومه.

نوموړي دغه راز زياته کړه چې ټاکل شوې د ملي اردو، ملي پوليسو او ملي امنيت ګډو ځواکونو عمليات د ارګو ولسوالۍ جلال اباد پوستې د بېرته نيولو لپاره ډېر ژر ترسره شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement