د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ګردېز کې د امنيتي ځواکونو د انځورونو نندارتون جوړ شو

ګردېز کې د امنيتي ځواکونو د انځورونو نندارتون جوړ شو

Jul 10, 2019 - 15:06

ګردېز (پژواک، ١٩ چنګاښ ٩٨): د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې په لومړي ځل د امنيتي ځواکونو د بېلابېلو انځورونو لوی نندارتون جوړ شو چې دوه ورځې به دوام وکړي.

په دې نندارتون کې د ګردېز ښار په يوه عمومي جاده کې د امنيتي ځواکونو د بېلابېلو صحنو پنځوس انځورونه نندارې ته وړاندې شوي چې ګڼ شمېر خلک يې ليدلو ته ورځي.

په دې اړه د ګردېز يو تن اوسېدونکي نورا جان د چنګاښ په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، خلک پوه شوي چې د هېواد د ثبات او ښه ژوند لپاره پياوړی امنيتي ځواک اړين دی او پر دې اساس له امنيتي ځواکونو ملاتړ کوي.

هغه وويل:((له خپلو امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه ډېره مننه کوم، دا د دوی برکت دی چې موږ داسې آرام او ډاډه ګرځو. موږ تل حمايت ترې کوو او څنګ پر څنګ ور سره ولاړ يو.))

د ګردېز ښار د دويمې ناحيې اوسېدونکی سيدعبدالخالق، چې په لوګر ولايت کې د وسله والو طالبانو له خوا په پښو ويشتل او معلول شوی، وايي که هغه مهال امنيتي ځواکونه په سيمه کې وای، نو پښې به يې جوړې وای.

عبدالخالق وايي چې هر وخت پر خپلو امنيتي ځواکونو وياړي او د دې انځورونو په ليدلو ښه احساس کوي.

ده وويل: ((د ملي اردو، پوليسو او خپلو امنيتي سربازانو په ليدو ډېر زيات د افتخار احساس کوو، خوشحاله په دې يو چې الحمدلله ښه اردو لرو، خو مايوسه په دې يو چې جنګونه پرې کيږي او زيان ورته اوړي، موږ تل ورته دعا کوو.))

د ملي اردو يو تن بريدمل عبدالرووف وايي،په دې ډاډه دی چې خلک په بشپړ ډول ورڅخه ملاتړ کوي او زياتوي چې د خلکو مينه دوی ته لوړ مورال ورکوي.

نوموړي زياته کړه:((موږ په دا ډول پروګرامونو ډېر مورال اخلو، موږ چې د خلکو مينه او خلوص ګورو خپلې وظيفې ته نور هم آماده کيږو.))

يو تن پوليس دويم څارن عزت الله پژواک ته وويل چې دا ډول نندارتونونه خلکو ته د امنيتي ځواکونو بېلابېلې صحنې ښيي او په دې يې پوهوي چې په څومره سختو حالاتو کې د خپلو خلکو د ساتنې لپاره دندې تر سره کوي.

عزت الله وايي:((نن موږ ته خلک يوه وړه تحفه هم راوړي چې موږ ونازوي، دا په دې معنى ده چې دوی د امنيتي ځواک په قدر او هغو قربانيو پوه شوي چې دا ځوانان يې د دوی او وطن لپاره ورکوي. موږ واقعا ډېر ښه احساس کوو او لا به هم شپه او ورځ د خپلو خلکو لپاره وظيفې کوو.))

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ولسي ملاتړ برنامې مسوولين وايي، له دې پروګرام څخه يې موخه خلکو ته د امنيتي ځواکونو د دندو، جګړې او هغو صحنو ښودل دي چې تر ډېره خلکو ته نه دي ښودل شوي.

د ولسي ملاتړ پروګرام ولايتي مسوول حسن عاکف پژواک ته وويل:((موږ هغه پروګرامونه تر سره کوو چې د ولس هيلې او ارمانونه ښيي او اړتيا يې وي؛ ښه حکومتولي، د خلکو او دولت تر منځ لا نږدېوالی او د ملي ګټو او ارزښتونو پالل او انګېزه ورکولو ته به کار کوو.))

ياده دې وي چې د يادې ادارې له خوا وړمه ورځ په ۲۰۳ تندر قول اردو کې هم پوځيانو ته تفريحي، هنري او فرهنګي پروګرام جوړ شوی و او هغو‌ى يې وستايل.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement