د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

امنیتي مسوولین هلمند او غزني کې د ۱۷ طالبانو د وژل کېدو ادعا کوي

امنیتي مسوولین هلمند او غزني کې د ۱۷ طالبانو د وژل کېدو ادعا کوي

Jul 11, 2019 - 11:30

لښکرګاه- غزني (پژواک، ٢٠ چنګاښ ٩٨): امنيتي مسوولين وايي چې په هلمند او غزني ولايتونو کې د افغان ځواکونو د عملياتو پر مهال د طالبانو د سرې قطعې د يوه قوماندان په ګډون ١٧ کسان وژل شوي دي.

د هلمند د امنيې قوماندانۍ وياند دويم څارن عبدالسلام افغان د چنګاښ په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه افغان ځواکونو د نادعلي ولسوالۍ په نرۍ مانده سيمه کې د طالبانو پر وړاندې عمليات کړي دي.

هغه وايي چې د دغو عملياتو په ترڅ کې د طالبانو د سرې قطعې قوماندان ملا بشير په ګډون اووه طالبان وژل شوي او اته تنه نور ټپيان شوي دي.

ده زياته کړه: ((طالبان په دې سيمه کې راټول شوي وو او غوښتل یې چې پر افغان ځواکونو بريد وکړي خو موږ يې پلان شنډ کړ.))

د نوموړي په وينا، د ملا بشير او ځينو نورو طالبانو جسدونه د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي خو د ځينو نورو جسدونه يې بيا اوبو وړي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په غزني کې هم پر طالبانو عمليات شوي دي.

په دې اړه د ٢٠٣ تندر قول اردو د ستراتيژيکو اړيکو او عامه چارو سرپرست امر تورن ايمل خان پژواک ته وويل چې تېره شپه هوايي ځواکونو د غزني ښار په نوغي او د قره باغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې پر طالبانو بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دغو بريدونو کې اووه وسله وال طالبان وژل شوي او نهه نور ټپيان شوي دي.

تورن ايمل خان زياتوي چې بهرنيو ځواکونو هم د غزني د اندړو ولسوالۍ په باکو سيمه کې پر طالبانو بريد کړى دى.

ده وويل چې په دغه بريد کې درې طالبان وژل شوي او يو فيلډر موټر يې له منځه تللى دى.

خو بل لور ته د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي چې د باکو په سيمه کې د ملکي وګړو پر موټر بريد شوى دى.

هغه وايي چې په دې پېښه کې درې ملکي وګړي وژل شوي او سراچه موټر يې له منځه تللى دى.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې يو ځل بيا د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړو زور اخيستى دى چې خلک يې سخت اندېښمن کړي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement