د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

دایکنډي کې څلور ښوونځي تړل شوي

دایکنډي کې څلور ښوونځي تړل شوي

Jul 11, 2019 - 16:17

 

نیلي (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۹۸): د دایکنډي د پوهنې ریاست د دغه ولایت په کجران ولسوالۍ کې د ناامنۍ او وسله ولو مخالفینو د ګواښونو له امله د څلورو ښوونځيو د تړل کېدو خبر ورکوي.

د دایکنډي د پوهنې رییس رحمت الله سیرت په دې ولسوالۍ کې د نا امنۍ له ډېرېدو په اندېښنه پژواک ته وویل، دوه لېسې د کندوها په سیمه، یو لومړنی ښوونځی په سلمینجو او یو بل ښوونځی د دې ولسوالۍ په صدمني سیمه کې تړل شوي دي.

د کجران ولسوالۍ یو اوسېدونکی ګل احمد په دې ولسوالۍ کې د څلورو ښوونځيو تړل کېدو ته په اشاره وویل، له درېیو اوونیو ډېر وخت کېږي چې زده کوونکي خپلو درسونو ته نه دي حاضر شوي.

په کجران ولسوالۍ کې یوه ښوونکي جان محمد پژواک ته وویل: ((که د دایکنډي د پوهنې ریاست او امنیتي چارواکي ژر تر ژره اقدام ونه کړي، زموږ زده کوونکي له زده کړو او څلورنیم میاشتنیو ازموینو پاتې کېږي.))

په ورته وخت کې د دایکنډي د امنیې قوماندۍ د امنیت امر نقیب الله هم په کجران ولسوالۍ کې د ښوونځیو تړل کېدل تایید کړل او ویې ویل، د یادو ښوونځيو د امنیت ساتنې هڅې روانې دي خو د کورنیو چارو وزارت باید په دې برخه کې ډېره مرسته وکړي.))

هغه په ډاګه کړه: ((اوس جګړه نشته او هره شېبه پر امنیتي پوستو د طالبانو د برید امکان شته.))

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement