د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

دولتي ځواکونو د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کې خپله يوه پوسته بېرته نيولې

دولتي ځواکونو د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کې خپله يوه پوسته بېرته نيولې

Jul 11, 2019 - 14:43

 

فيض اباد (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۹۸): په بدخشان کې مسوولين وايي چې د دغه ولايت په ارګو ولسوالۍ کې وړمه شپه د طالبانو په لاس سقوط شوې امنيتي پوسته، تېره شپه بېرته امنيتي ځواکونو نيولې ده.

وسله والو طالبانو وړمه شپه د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کې د جلال اباد پر امنيتي پوستې ډله ييز بريد وکړ چې له امله يې شپږ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته او پوسته طالبانو ونیوه.

د بدخشان د والي وياند نېک محمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر ماښام شاوخوا ۷ بجې ګډو امنيتي ځواکونو د جلال اباد پر امنيتي پوستې چې دوه شپې وړاندې طالبانو نيولې وه، عمليات ترسره کړل او له څو ساعتونو جګړې وروسته، امنيتي ځواکونه پر پوستې مسلط شول.

نوموړي زياته کړه چې په دغه برېد کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو تر اوسه د وسلوالو مخالفينو د مرګ ژوبلې کره شمېره په لاس کې نشته او امنيتي ځواکونو ته کوم زيان نه دی اوښتی.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د جلال اباد پوسته د فيض اباد سوېل لوېديځ ته په اووه کیلومترۍ کې د شورابک برېښنا بند او د فيض اباد- بهارک لويې لارې امنيت ساتلو لپاره ځای پر ځای شوې ده چې کله ناکله طالبان پرې بريدونه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د بدخشان سيمه ييزو چارواکو دوه ورځې وړاندې ويلي وو چې د امنيتي ځواکونو دوه  کلاشينکوفونه، يو RPG7 راکټ او يوه دهشکه د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement