د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د افغان حاجيانو لومړۍ ډله سعودي ته وخوځېده

د افغان حاجيانو لومړۍ ډله سعودي ته وخوځېده

Jul 11, 2019 - 11:22

کابل (پژواک، ٢٠ چنګاښ ٩٨): د افغانستان د حاجيانو لومړۍ ډله تېره شپه د ولسمشر له خوا تر مخې ښې ویلو وروسته له کابله د سعودي پر لور وخوځېده.

له ارګه د چنګاښ په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ولسمشر اشرف غني تېره شپه  بیت الله شریف ته د سږ کال له لومړۍ ډلې تلونکو حاجیانو سره د مخه ښې کتنه وکړه.

سرچينې زياته کړې، په حامد کرزي نړیوال هوایي دګر کې په دې مناسبت نیول شوو مراسمو ته د حج او اوقافو وزیر عبدالحکیم منیب د حج مراسمو او حاجیانو ته د ولسمشر له ځانګړې پاملرنې مننه وکړه، ويې ویل، په بیت الله شریف کې افغان حاجیانو ته ټولې اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.

هغه زياته کړه، ، په دې لومړنۍ الوتنه کې ۳۴۰ افغان حاجیان لېږدول کېږي او دوی ته د ځای او نورو لازمو اسانتیاوو په موخه روزل شوي کسان لا وار د مخه سعودي عربستان ته رسېدلي او په خپلو ور سپارل شوو چارو بوخت دي.

منیب وویل، د ځینو هغو اقداماتو له امله به چې په تېرو اتلسو کالو کې نه وو شوي، افغان حاجیان خاص ستونزې او شکایتونه ونه لري.

نوموړي حاجیانو ته په ښه توګه د حج مراسمو ادا کولو هیله څرګنده کړه او له هغوی یې وغوښتل چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین لپاره دعاګانې وکړي.

وروسته حاجي عصمت الله د حاجيانو په استازیتوب د خبرو پر مهال افغان حاجیانو ته د تېرو کلونو په پرتله د لا ډېرو اسانتیاوو برابرولو تر څنګ په بېلابېلو برخو کې د ولسمشر کړنې، لاسته راوړنې او پرمختګونه وستایل.

ولسمشر غني بیت الله شریف ته تلونکو حاجیانو ته د حج فریضې ادا کولو مبارکي تر څنګ وویل، تاسې بختور یاست چې د اسلام مبارک دین د پنځم رکن او فریضې د پر ځای کولو توفیق مومئ، دغه سپېڅلی سفر او خوږه خاطره به مو د ژوند تر پایه په یاد وي.

هغه زياته کړه، د اسلام د دین عظمت به د حج په مراسمو کې وګورئ چې د نړۍ ټول مسلمانان له کوم توپیر پرته د خپل خالق په عبادت بوخت دي.

همدارنګه یې له ټولو مسوولینو افغان حاجیانو ته د لازمو اسانتیاوو او خدماتو د برابرولو مننه وکړه.

ولسمشر له افغان حاجیانو وغوښتل چې د حج مراسمو او په ځانګړي ډول ابراهیم مقام کې د هېواد شهیدانو او ټپیانو تر څنګ د سولې، ثبات، ابادي، ملي یووالي، پرمختګ او پر افغانستان او اسلامي هېوادونو د تحمیل شوي جنګ د پای ته رسېدودعا وکړئ چې زموږ اسلامي عظمت بیا احیا شي.

هغه افغان حاجیانو ته په خطاب کې وویل: ((دا زموږ دیني، وجداني او ملي دنده د چې اسانتیاوې درته برابرې کړو او هیله ده چې له ستونزو پرته په ارام او ډاډ د حج فریضې مراسم پر ځای کړئ او د بېرته راستنېدو پر مهال به مو بیا هم خدمت ته راشم.))

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement