د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

لوګر کې سږ کال د غنمو حاصلات ۴۰ سلنه ډېر شوي

لوګر کې سږ کال د غنمو حاصلات ۴۰ سلنه ډېر شوي

Jul 11, 2019 - 13:57

پل علم (پژواک، ٢٠ چنګاښ ٩٨): د لوګر د کرنې رياست مسوولين وايي چې سږ کال په دغه ولايت کې د غنمو د حاصلاتو کچه شاوخوا ٤٠ سلنه لوړه شوې او کروندګر يې حاصلاتو ته خوښ دي.

د لوګر د کرنې رييس عبدالله تسل د چنګاښ په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر کال د دغه ولايت پر ٢٢٥٥٠ هکتاره ځمکه غنم کرل شوي وو چې د  طبيعي افاتو او ناروغيو له امله څه باندې ٦٢ زره ټنه غنم ترې ترلاسه شول.

خو دى وايي: ((سږ کال په همدې کچه ځمکه کې غنم کرل شوي خو د ښه مراقبت له امله يې د حاصلاتو کچه څه باندې ٨٦ زره ټنو ته لوړه شوې ده.))

د نوموړي په وينا، دوى هڅه کوي چې د راتلونکي کال لپاره کروندګرو ته اصلاح شوي تخمونه، کيمياوي سرې، درمل او د کرنې په برخه کې زده کړې ورکړي څو د حاصلاتو کچه يې له دې هم لوړه شي.

په دې اړه د مرکز پل علم د علي خان کلا يو تن کروندګر رفېع الله پژواک ته وويل چې سږ کال يې په شپږ جريبه ځمکه کې غنم کرلي دي.

دى وايي: ((سږ کال مې خواري بېځايه نه ده تللې، پروسږ کال مې له يو جريب څخه ١١٠ منه غنم ترلاسه کړي وو خو سږ کال مې له يو جريب څخه ١٥١ منه غنم ترلاسه کړل.))

د هغه د معلوماتو له مخې، دا مهال په لوګر کې د يو من غنمو بيه ١٧٠ افغانۍ ده چې د تېرو کلونو په پرتله يې نرخ ټېټ دى.

دغه راز د محمد اغې ولسوالۍ د مغل خېلو سيمې يوه بزګر نوراحمد پژواک ته وويل چې سږ کال د غنمو تر څنګ سبزيجاتو هم ښه حاصل ورکړى دى.

ده وويل: ((١٢ جريبه ځمکه مې په اجاره نيولې، د هر جريب بايد اويا منه غنم ورکړم، سږ کال مې اصلاح شوي تخمونه کرلي وو، سره مې هم ښه برابره ورکړه، د ويالې اوبه هم ښه پريمانه وې، نو حاصلات مې هم يو په دوه ترلاسه کړل.))

نوموړى زياتوي چې د لوګر په ټولو سيمو کې سږ کال کروندګرو له خپلو ځمکو د پام وړ حاصلات ترلاسه کړي او ډېر ورته خوښ دي.

د يادنې ده، په لوګر کې د غنمو تر څنګ رومي، تور بانجان، بينډۍ، لوبيا، کچالو، پياز، بادرنګ، جوار، اوربشې او ځيني سبزيجات کرل کېږي چې د لوګر د کرنې برخې په حاصلاتو کې تر ټولو مشهوره يې پياز دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement