د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

يوې نجلۍ په کانکور ازموينه کې د نه برياليتوب له امله د ځان وژنې هڅه کړې

يوې نجلۍ په کانکور ازموينه کې د نه برياليتوب له امله د ځان وژنې هڅه کړې

Jul 11, 2019 - 20:23

ايبک (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۹۸): د سمنګانو د پوهنې رياست چارواکي وايي، يوې ۱۸ کلنې نجلۍ په کانکور ازموينه کې د نه برياليتوب له امله د ځان وژنې هڅه کړې، خو ژغورل شوې ده.

د دې ولايت د پوهنې رئيس عبداليقين سروري پژواک خبري اژانس ته وويل چې يادې نجلۍ د ځان وژنې له هڅې وروسته د خپلې کورنۍ له لوري روغتون ته لېږدول شوې ده.

د ولايتي روغتون سرطبيب ډاکټرجمال الدين ارين پژواک ته وويل چې يادې نجلۍ د تېزابو په څښلو د ځان وژنې هڅه کړې وه چې روغتون کې له اړينې درمنلې وروسته له مرګ څخه ژغورل شوې ده.

خو نوموړې يادونه وکړه: ((د هېواد په شمال کې د روغتيايي امکاناتو نه شتون له امله، تېزاب څښونکو ته اړين خدمات نه شي وړاندې کېدای، نو ځکه دغه نجلۍ د زياتې درملنې لپاره کابل ته ولېږدول شوه.))

تر دې وړاندې هم په افغانستان کې ځينو زده کوونکو او محصلينو په ازموينو کې د نه بريا  له امله ځان وژنې کړې دي.

د لوړو زده کړو وزارت د چهارشنبې ورځې (د چنګاښ ١٩مه) له غرمې وروسته د کانکور ازموينې عمومي پايلې اعلان کړې.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement