د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

یونیسف په سرپل کې لس زره ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابروي

یونیسف په سرپل کې لس زره ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابروي

Jul 11, 2019 - 18:47

سرپل (پژواک، ٢٠چنګاښ ٩٨): د یونیسف موسسه په سرپل ولایت کې لس زرو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابروي.

د سرپل سیمه ییز مسوولین وايي چې د «بیست ټاپ» پروژې د کار په پیلېدو به په دغه ولایت کې ۳۱۴ نارینه او ښځو ته د کار او لس زرو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره شي.

  د سرپل د پوهنې رییس احمدخان بېک پژواک خبري اژانس ته وویل، یاده پروژه د یو میلیون امریکايي ډالرو په لګښت د یونیسف دفتر له خوا عملي شوې چې په یاد ولایت کې به درې کاله دوام وکړي.

هغه زیاته کړه، په دغه پروژه کې لس زرو هغو ماشومانو ته چې له زده کړو پاتې دي او یا په لوړ عمر په ټيټو ټولګیو کې زده کړې کوي د چټکو زده کړو زمینه برابرېږي، ددې ترڅنګ هغو ماشومانو ته چې تر اوسه په ښوونځي کې نه دي شامل شوي ښوونځي ته د شاملېدو د تیارۍ زده کړې ورکول کېږي.

د هغه په خبره، په دې پروژه کې ۳۱۴ ښوونکي جذبېږي چې له دې ډلې د ۴۰ کسانو ازموینه اخیستل شوې او د نورو کسانو د ازموینو بهیر تر راتلونکو څو ورځو بشپړېږي.

په ورته وخت کې هغه کسان چې په دې پروژه کې یې د ښوونکو په توګه ازموینه ورکړې ددې پروژې عملي کېدل د افغانستان د بچیانو د زده کړو لپاره یو نېک ګام بولي.

د حیدر په نوم ددې پروژې یوه ښوونکي پژواک ته وویل: ((خوشحاله یم چې هم دنده پیدا کوم او هم ددغه هېواد دردېدلو بچیانو ته زده کړې ورکوم.))

په ورته وخت کې د سرپل د ولایتي شورا غړي اسدالله خرم هم په یاد ولایت کې ددې پروژې پر عملي کېدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، د سرپل ماشومان د پرله پسې جګړو او څو کلنې وچکالۍ له امله له زده کړو پاتې دي چې یاده پروژه بېرته ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابروي.

د مسوولینو په خبره، د سرپل ولایت په پوهنې ریاست کې یاده پروژه لس کاله مخکې هم تطبیق شوې وه چې ښې پایلې يې درلودې.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement