د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

فارياب کې ترافيکي پېښې نهو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

فارياب کې ترافيکي پېښې نهو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

Jul 12, 2019 - 11:41

ميمنه (پژواک،٢١چنګاښ ٩٨) :د فارياب چارواکي وايي چې د اندخوى ولسوالۍ په مرکز کې د ترافيکي پېښې له امله يو کس مړ او اته نور ټپيان شوي دي.

د اندخوى ولسوال سلطان محمد سنجر پژواک اژانس ته وويل چې دغه پېښه تېره ورځ مازيګر مهال د دوه کرولا موټرو د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده .

 سرچينې وويل چې په دې پېښه کې نهه کسان ټپيان شوي وو چې وروسته يوه ماشوم د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه .

 سنجر زياته کړه چې مړى شوى ماشوم او څلور نور کسان د قرغان ولسوالۍ د امنيه قوماندان جنرال خدایداد د کورنۍ غړي دي او څلور نور د هغه بل موټر چې له جوزجان ولايت څخه اندخوى ته راته، سپرلي دي. 

د اندخوى د ترافکيو مدير ددې پېښې د تاييد ترڅنګ وايي چې د يادې پېښې اصلي عامل د جوزجان له لوري راتلوونکې کرولا وه .

 ده وويل چې د پېښې د عامل کرولا موټر چلوونکى غير نورمال و او نيول شوى دى.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement