د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

فارياب کې د چاودنې له امله يو ماشوم وژل شوى او پنځه نور ټپيان دي

فارياب کې د چاودنې له امله يو ماشوم وژل شوى او پنځه نور ټپيان دي

Jul 12, 2019 - 11:43

 ميمنه (پژواک ٢١چنګاښ ٩٨):د فارياب امنيتي چارواکي وايي چې ددغه ولايت په قرغان ولسوالۍ کې د سړک د غاړې ماين چاودنې له امله يو ماشوم وژل شوى او پنځه نور ټپيان شوي دي.

 يوه امنيتي چارواکي د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل چې نن سهار اته نيمې بجې يوشمېر ماشومان د قرغان ولسوالۍ د ميراباد په سيمه کې چې دغه سيمه د اندخوى ولسوالۍ په دوه کيلومترۍ کې پرته ده، په لوبو بوخت وو چې د سړک د سرماين پرې چاودېدلى، چې له امله يې يو ماشوم وژل شوى او پنځه نور ټپيان شوي دي.

سرچينې وويل، په کوم ځاى کې چې چاودنه شوې زياتره وخت پر دغه سړک د امنيتي ځواکونو کتار تېريږي.

د اندخوى ولسوال سلطان محمد سنجر پژواک ته وويل چې د قرغان په چاودنه کې پنځه ماشومان ټپيان شوي چې د اندخوى روغتون ته انتقال شوي دي.

 د اندخوى روغتون مسوول ډاکټر سنجر پژواک ته وويل چې پنځه ټپيان دغه روغتون ته راوړل شوي چې د دوو تنو روغتيايي حالت يې نازک دى.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement