د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په خوست کې د چنار دوديزه مشاعره ترسره شوه

په خوست کې د چنار دوديزه مشاعره ترسره شوه

Jul 12, 2019 - 13:27

خوست ښار (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۹۸): په خوست ولايت کې د سلګونو شاعرانو، ليکوالانو او فرهنګيانو په ګډون چنار دوديزه مشاعره تر سره شوه.

په دغې مشاعره کې د خوست، پکتيا، پکتيکا او لوګر ولايتونو شاعرانو برخه اخيستې وه .

 چنار کلنۍ دوديزه مشاعره چې له تېرو لسو کلونو راهيسې هر کال په خوست کې د فرهنګيانو له خوا جوړيږي، سږ کال د «خپلواکۍ د شاعر» تر نامه لاندې د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په وياړ جوړه شوې وه.

دغه مشاعره چې تېر ماښام د خوست په اداري کمپليکس کې ترسره شوه، پر ځايي چارواکو سربېره سلګونه مينه والو په کې ګډون کړی وو.

د خوست والي محمدحليم فدايي مشاعرې ته پرانيستونکې وينا کې ليکوالان او شاعران د ټولنې سترګې وبلل او يې ويل، چې د نيمګړتياوو په اصلاح کولو کې مهم رول لري.

نوموړي له شاعرانو او ليکوالان وغوښتل چې د فرهنګي چارو د پياوړتيا او پرمختګ ترڅنګ په ټولو ملي مسايلو کې ځانونه شريک وبولي.

دی وايي: ((دغه مشاعرې راځئ زموږ او تاسو د ټولنيزو اصلاحاتو چې د امان الله خان برنامې وې د هغوی لپاره د يو فرصت په توګه ورڅخه استفاده وکړو. زه د داسې يوې ټولنې په هيله چې هلته تحرک، ثبات او بشپړ امنيت او ډاد موجود وي. او ددې پرځای چې موږ د وينو په تويولو کې له يو بل سره رقابت وکړو د خولو په تويولو کې له يو بل سره رقابت وکړو.))

د چنار په دې کلنۍ دوديزه مشاعره کې د شاعرانو زياترو شعرونو اصلاح کوونکې بڼه درلوده او خلکو ته يې په هېواد کې د سولې او ثبات د تامين پيغامونه ورکول.

همدارنګه د مشاعرې په مختلفو برخو کې يو شمېر شاعرانو خپل جوړ کړي نظمونه په ترنم ولوستل او همدا ډول د سولې په باب د سندرغاړو کنسرت هم ترسره شو، چې مشاعرې ته يې ځانکړې ښکلا ور وبښله.

د چنار کلنۍ دوديزه مشاعره چې په خوست کې د پسرلي په موسم کې جوړيږي، د شاعرانو په وينا چې کال تر بل يې نمانځل او جوړول کم رنګه کيږي.

پر دې سربېره زياتره فرهنګيان په دې نظر دي، چې دې مشاعرې د ادب او فرهنګ په برخو کې د ځوانانو پر فعاليتونو مثبت اغېز کړی او د پرمختګ پر لوري يې هڅولي دي.

د مشاعرې دوو تنو ګډونوالو حضرت الله ارغوان او سيف الرحمن سراج په دې اړه پژواک اژانس ته وويل:((دلته شاعران چې راځي دغسې شعرونه به وايي چې ممکن په هغې کې د سولې، ورورولۍ او د جنګ غندنې پيغام وي دا په خپله د سولې او ترقۍ فکر خپروي. دا ډول ناستې د ځوانانو د يووالي او د هغوی د يو ځای کېدو لپاره ډېر ګټورې دي. له بېلابېلو سيمو څخه دلته ځوانان راځي او د هغوی په منځ کې تفاهم ايجاديږي.))

له دې امله ده چې خوست د چنارونو د ودې لپاره مناسبه اب هوا لري او زيات چنارونه په کې شته، کلنۍ ترسره کېدونکې مشاعرې ته يې د چنار دوديزې مشاعرې  نوم ورکړی دی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement