د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

چین، روس امریکا او پاکستان د بین الافغاني مذاکراتو د ژر تر ژره پیلیدو غوښتنه وکړه

چین، روس امریکا او پاکستان د بین الافغاني مذاکراتو د ژر تر ژره پیلیدو غوښتنه وکړه

Jul 12, 2019 - 23:26

کابل (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۹۸) : روسیې، امریکا، چین او پاکستان په یوه ګډه غونډه کې ژر تر ژره د بین الافغاني مذاکراتو د پیلیدو غوښتنه وکړه.

د امریکا د بهرنو چارو وزارت لخوا د چنګاښ په ۲۲مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه څلور اړخیزه دوه  ورځنۍ غونډه پرون د چین په پلازمینه بیجنګ کې پای ته ورسیده.

سرچینې زیاته کړې، چې په دې غونډه کې د افغان سولې لپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ګډون کړي و.

په خبرپاڼه کې راغلی، دا غونډه دافغان سولې په تړاو جوړه شوې او د  سولې په اړه پر وروستیو پرمختګونو پکې خبرې وشوې.

سرچینه وایي، د غونډې ګډوڼوالو ژر تر ژره د بین الافغاني مذاکراتو د پیلیدو غوښتنه وکړه.

دامریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د غونډې ګډونوالو د افغانستان له ښکیلو غاړو وغوښت، چې د سولې له شته فرصتونو څخه استفاده وکړي ، خو دا ټینګار يې هم وکړ، چې د سولې خبرې باید دافغانانو په مشرۍ او مالکیت ترسره شي.

دغه راز ددې غونډې ګډونوالو د مسکو او دوحیې د بین  الافغاني ناستو هرکلی وکړ او دایې د سولې لپاره ګټور وبلل.

بلخوا د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په ټويټر کې ليکلي، چې مو د چین او روسیې سره د افغانستان د سولې په اړه درې اړخیزه غونډه لرله. په دې غونډه کې پاکستان هم د څه وخت لپاره ګډون کړى و.

هغه زياته کړې، : ((موږ موافقه وکړه چې د طالبانو، افغان حکومت، او نورو افغانانو تر منځ بین الافغاني مذاکرات باید سمدستي پیل شي؛ دا مذاکرات باید ژر تر ژره د سولې یو چوکاټ وړاندې کړي؛ او د راتلونکي لپاره یو داسې همه شموله سیاسي طرح وړاندې کړي چې ټولو افغانانو ته دمنلو وړ وي.. ))

د خليلزاد په وينا، دوى دغه راز موافقه وکړه چې اوس باید تاوتریخوالی راکم شي او یو جامع او دایمي اوربند د بین الافغاني مذاکراتو له پیل سره سم شروع شي.

دى وايي : (( موږ موافقه وکړه چې له نورو بین المللي شریکانو وغواړو ترڅو د مذاکراتو د شروع کېدو سره په دې پروسه کې راگډ شي. ډېر مثبت.))

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement