د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

جلال اباد ښار کې چاودنې درېيو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې

جلال اباد ښار کې چاودنې درېيو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې

Jul 13, 2019 - 09:49

جلال اباد (پژواک، ٢٢ چنګاښ ٩٨): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې چاودنې درېيو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د چنګاښ په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه نن سهار شاوخوا اته بجې د پنځمې ناحيې اړوند د کابل اډې ته نږدې شوې ده.

هغه زياته کړه، دغه چاودنه پر یوه رینجر موټر د چسپکي ماين وه.

د خوږياڼي په وينا چې په دې پېښه کې درې پوليس ټپيان شوي دي.

خو د قوماندانۍ وياند فريدالله خان پژواک اژانس ته وويل چې په چاودنه کې يو پوليس وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.

د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement