ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بادغيس ډله ييز بريد د درېيو بريدګرو په وژلو او دوو نيول کېدو پاى ته ورسېد

د بادغيس ډله ييز بريد د درېيو بريدګرو په وژلو او دوو نيول کېدو پاى ته ورسېد

author avatar
13 Jul 2019 - 14:13
د بادغيس ډله ييز بريد د درېيو بريدګرو په وژلو او دوو نيول کېدو پاى ته ورسېد
author avatar
13 Jul 2019 - 14:13

دويم تعقيب- قلعه نو (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۹۸): د ملي دفاع وزارت وايي، په بادغيس کې د وسله والو طالبانو له خوا پيل شوى ډله ييز د درېيو بريدګرو پر وژل کېدو او دوو نورو ژوندي نيولو سره پاى ته ورسېد.

د بادغيس په مرکز قلعه نو ښار کې يو شمېر وسله وال نن نږدې يوه بجه د پستې په څلورلاره کې يوه هوټل ته ننوتل او له امنيتي ځواکونو سره په جګړه بوخت شول.

دغه هوټل  امنيې قوماندانۍ ته په شاوخوا دوه سوه مترۍ کې موقعيت لري.

 د ملي دفاع وزارت وايي، دغه بريد تر څو ساعتونو وروسته د درېيو بريدګرو پر وژل کېدو او دوه نورو ژوندي نيولو سره پاى ته رسېدلى دى.

د دغه وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې بريد کې څلور ملکي او نظامي وګړي وژل شوي او تر ٢٠ پورې نور کسان چې ډېرى يې ملکيان دي، ټپيان شوي دي.

تر دې مخکې د بادغيس د عامې روغتيا مشر عبداللطيف روستايي پژواک ته ويلي و، چې په ټپيانو کې څلور امنيتي ځواکونه، يوه ښځه، يو ماشوم او څلور سړي شامل دي.

د هغه په وينا، د امنيتي ځواکونو د درېيو کسانو مړي هم د دغه ولايت ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د بادغيس ولايتي شورا مشر عبدالعزيز بيک وايي، دوه ځانمرګي بريدګر چې غوښتل يې امنيې قوماندانۍ ته څېرمه چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړي، د دولتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي چې دوی کسان د بادغيس په مرکز قلعه نو کې امنيې قوماندانۍ ته نږدې يوې ودانۍ ته ننوتلي او پر یاده قوماندانۍ ډزې کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.