ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پنجشېر پر مرکز راکټي برید شوی

د پنجشېر پر مرکز راکټي برید شوی

author avatar
13 Jul 2019 - 14:20
د پنجشېر پر مرکز راکټي برید شوی
author avatar
13 Jul 2019 - 14:20

 

چاريکار (پژواک، ٢٢ چنګاښ ٩٨): د پنجشېر ولایت مقام ته نږدې چې د هېواد تر ټولو امنه سیمه ده، درې راکټونه لګېدلي خو مرګ ژوبله نه لري.

د پنجشېر امنیه قوماندان محمد اسحق تمکین پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد درې راکټه تېره شپه د دغه ولایت د مرکز په جنوب کې له لوړو غرونو ویشتل شوي دي.

د تمکین په خبره، یاد راکټونه د ولایت مقام په یو کیلومترۍ کې لګېدلي خو مرګ ژوبله نه لري.

نوموړي له جزیاتو پرته وویل، د دولت وسله وال مخالفین له ګاونډیو ولایتونو پنجشېر ته راغلي او دغه برید یې ترسره کړی دی.

یاد برید د دغه ولایت اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.

د پنجشېر یوه اوسېدونکي سیف الدین حصاري د اندېښنې په څرګندولو له حکومته وغوښتل چې په دغه ولایت کې د ناامنۍ مخه ونیسي.

پنجشېر د هېواد یو امن ولایت دی چې د ولسوالو مخالفینو فعالیتونه په کې ډېر کم تر سترګو کېږي.

په ۱۳۹۱ کال کې هم پر پنجشېر راکټي برید شوی و خو مرګ ژوبله یې نه لرله.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.