ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

متخصصین د عينکو مسو کان کې د تاریخي اثارو د ساتنې پر طرحه کار کوي

متخصصین د عينکو مسو کان کې د تاریخي اثارو د ساتنې پر طرحه کار کوي

author avatar
13 Jul 2019 - 19:49
متخصصین د عينکو مسو کان کې د تاریخي اثارو د ساتنې پر طرحه کار کوي
author avatar
13 Jul 2019 - 19:49

کابل (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۹۸): متخصصین د عینکو د مس په سیمه کې د تاریخي اثارو د ساتلو او کېندلو پر څرنګوالي خبرې کوي او پایله یې له ولسمشر سره شریکوي څو په دې اړه تصمیم ونیول شي او د کان ایستنه پیل شي.

د عینکو د مسو کان د کابل د سوېل لوېدیځ په ۴۰ کیلومترۍ کې د لوګر ولایت د محمد اغې ولسوالۍ په عینک سیمه کې موقعیت لري.

د راپورونو له مخې، د عینکو د مسو کان د مسو اندازه تر ۱۷ میلیون متر یک تن اټکل شوې او سربېره پر دې شاوخوا ۷۷۰۰۰ متریک ټن سپين زر، ۶۰۰ متریک ټن کوبالت او یوه اندازه سره زر هم په دغه ولایت کې شته دي.

د یاد کان تړون په ۱۳۸۷ کال کې له (MCC) چینايي کمپنۍ سره لاسلیک شو، خو د امنیتي ستونزو، د کان په سیمه کې د تاریخي اثارو د موجودیت او د دغه کان د تړون په اړه د کانونو او پټرولیم وزارت او کمپنۍ د ملاحظاتو له امله تر اوسه د یاد کان د استخراج چارې نه دي پیل شوې.

نن د تاریخي سیمو د اثارو د ساتلو د څرنګوالي او د عینکو د مسو کان د پراختیا لپاره د کانونو او پټرولیم او اطلاعات او فرهنګ وزارتونو له خوا په ګډه په کابل کې د داخلي او بهرنیو متخصصینو په ګډون درې ورځنی نړیوال سمپوزیم پیل شو.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرستې نرګس نهان د یاد سمپوزیم د پرانیستې پر مهال وویل: ((له تېر شاوخوا یوه نیم کال راهیسې موږ د مس عینک پروژې د ارزونې بهیر پیل کړی، په دې بهیر کې مو موجوده ستونزې وېشلې او د هرې یوې لپاره مو د جلا حللارې وړاندیز کړې دي.))

هغې زیاته کړه، د عينک مسوک سیمه کې تاریخي اثار ځانګړی تاریخي ارزښت لري او له همدې امله د یاد کان د مسو د استخراج چارې له ځنډ سره مخامخ شوې دي.

نوموړې وویل: ((شاوخوا یو کابل کېږي چې موږ له اطلاعاتو او فرهنک وزارت سره په ګډه کار کوو او څېړنې مو هم ترسره کړې چې د تاریخي اثارو د خوندیتوب او ساتنې او د مسو د استخراج لپاره له کومې لارې ګټه واخلو.))

هغې زیاته کړه: ((له څېړنو وروسته مو د یادې موضوع د حل لپاره د تاریخي اثارو د ساتنې او استخراج د څرنګوالي لپاره پر درېیو مواردو کار وکړ، د تاریخي اثارو بشپړه ساتنه او د تاریخي اثارو په سیمو کې له ځکمې لاندې کېندنه، د کانونو له سیمې د یو شمېر تاریخي اثارو انتقال او د هغو اثارو ساتنه چې مخکې د انتقال وړ نه وي او درېیم مورد د ټولو تاریخي اثارو انتقال څو مستقیم تر کان کېندنې لاړ شو.))

نوموړې زیاته کړه، یاد سمپوزیم هم د همدې لپاره جوړ شوی څو نړیوال متخصصین د تاریخي اثارو او کان کېندنې په چارو کې له افغان متخصصینو سره یو ځای په دې تړاو خپل نظرونه وړاندې کړي او یو مورد وټاکي.

هغې وویل، متخصصینو نن د تاریخي اثارو پېژندنې او کان کېندنې په برخه کې خپل نظرونه وړاندې کړل.

د نوموړ‎ې په خبره، سبا د یاد سمپوزیم پایلې له محمد اشرف غني سره شریکېږي څو ولسمشر هم یو مورد تایید کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.