ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مشرانو جرګې د دوبي رخصتي د ټاکنو د بودیجې د برخلیک ټاکلو لپاره وځنډېده

د مشرانو جرګې د دوبي رخصتي د ټاکنو د بودیجې د برخلیک ټاکلو لپاره وځنډېده

author avatar
14 Jul 2019 - 17:42
د مشرانو جرګې د دوبي رخصتي د ټاکنو د بودیجې د برخلیک ټاکلو لپاره وځنډېده
author avatar
14 Jul 2019 - 17:42

کابل (پژواک،۲۳ چنګاښ ۹۸): مشرانو جرګه د نیمايي کال د بودیجې د تایید لپاره چې د ټاکنو بودیجه هم په کې شامله ده ددې جرګې د دوبي رخصتي ځنډوي او وايي چې نړیوالې ټولنې د ټاکنو د لګښت د ورکولو په برخه کې خپله ژمنه نه ده عملي کړې.

 د افغانستان د اساسي قانون د ۱۰۷ مې مادې پر اساس، ملي شورا هر کال دوه عادي ناستې جوړوي او د شورا د دوو ناستو موده په هر کال کې نهه میاشتې ده. د یادې مادې له مخې ټاکل شوې ملي شورا د زمري په لومړۍ ڼېټه ددې شورا د دوبي یو نیم میاشتنۍ رخصتي پیل کړي.

د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلمیار په نننۍ ناسته کې وویل، تېره شپه په پارلماني چارو کې د دولت وزیر له ده سره په اړیکه کې ویلي چې ولسمشر ددې جرګې له غړو غوښتي چې خپله د دوبي رخصتي له ټاکلي وخته څو ورځې وروسته پیل کړي.

هغه زیاته کړه، ولسمشر ویلي چې د روان کال د تلې میاشتې په شپږمه د ولسمشرۍ ټاکنو ترسره کېدل یوه مهمه او جدي مساله ده او نړیوالې ټولنې هم تر اوسه د ټاکنو د لګښت په برخه کې په خپله ترسره کړې ژمنه عمل نه دی کړی.

هغه زیاته کړه: ((نو ځکه موږ مجبور یو او د ولسمشر حق هم دی چې څو ورځې انتظار شو څو د نیمايي کال د بودیجې سند او د تېر کال د بودیجه قطعیه ملي شورا ته راشي او برخلیک یې وټاکل شي، د ولسمشرۍ ټاکنو بودیجه هم د نیمايي کال په بودیجه کې شامله ده.))

وروسته د مشرانو جرګې غړو د رایو په یووالي تایید کړه چې د نیمايي کال د بودیجې د برخلیک له ټاکلو وروسته د اوړي رخصتي پیل کړو.

دا په داسې حال کې ده چې د بودیجې طرحه د مشرانو جرګې له تایید وروسته ولسي جرګې ته د تصویب لپاره ځي.

د ولسي جرګې نایب منشي عرفان الله عرفان وايي، تر اوسه له دې جرګې څخه د اوړي رخصتۍ د ځنډېدو غوښتنه نه ده شوې، خو د جرګې یو شمېر غړي غواړي چې د دوبي رخصتۍ وځنډېږي، ځکه د نیمايي کال د بودیجې سربېره له ۱۳۰ ډېر تقنیني سندونه برخلیک ټاکلو ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړه، ښايي ولسي جرګه په بشپړ ډول د دوبي له یوې نیمې میاشتې رخصتۍ استفاده ونه کړي او د چارو د ترسره کولو لپاره د رخصتۍ موده کمه کړي.

 دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کېدو لپاره له دولت او نړیوالې ټولنې د ۱۴۶ میلیون امریکايي ډالرو غوښتنه کوي.

 د یادونې ده چې تېره اوونۍ د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییسې حوا علم نورستانۍ ویلي و چې تر اوسه د ټاکنو بودیجه کمېسیون ته نه ده سپارل شوې.

 خو مالیې وزارت د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کېدو د بودیجې د ورکړې خبر ورکړی او ویلي یې دي، کمېسیون ته د لومړنیو چارو د ترسره کولو لپاره یوه اندازه پیسې سپارل شوې او پاتې پیسې هم د بودیجې له وروستي کېدو وروسته کمېسیون ته سپارل کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.