ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات اوسېدونکي په تفریحي سیمو کې د چرسو له څکولو شکایت کوي

د هرات اوسېدونکي په تفریحي سیمو کې د چرسو له څکولو شکایت کوي

author avatar
14 Jul 2019 - 20:07
د هرات اوسېدونکي په تفریحي سیمو کې د چرسو له څکولو شکایت کوي
author avatar
14 Jul 2019 - 20:07

هرات ښار (پژواک، ٢٣ چنګاښ ٩٨): د هرات اوسېدونکي د دغه ولایت په تفریحي سیمو کې د چرسو له استفادې د شکایت کولو تر څنګ ټينګار کوي چې د دغه کار مخه دې ونیول شي.

د چرس ډېر کاروونکي د یادو نشه يي توکو د استعمال لپاره تفریحي سیمو ته ورځي.

که څه هم په هرات کې د نشه يي توکو ازاد پېر او پلور جرم ګڼل کېږي، خو د دغه ولایت اوسېدونکي وايي چې یاد توکي په هرات ښار کې په ازاده توګه پېر او پلورل کېږي.

د هرات اوسېدونکي احمد جواد پارسا نن پژواک خبري اژانس ته وویل، د دوستانو لیدل او تفرېح په ظاهري توګه په پارک کې د راټولېدو لومړى غوراوى دی، خو د هرات د ځوانانو ترمنځ په تفریحي سیمو کې د نشه توکو کارول کابو یو رواج ګرځېدلى دی.

هغه زیاته کړه: ((که څه هم تفریحي سیمې د ارام او محصلینو د مطالعې لپاره مناسب ځای دی، خو له بده مرغه ډېری ځوانان یادې سیمې د چرسو څکولو لپاره ټاکي چې دا یوه وژونکې پدیده ده.))

د محمد داور په نوم د هرات ولایت بل اوسېدونکي چې د هرات ښار په ملک پارک کې پر مطالعه بوخت و، پژواک ته وویل، په هرات کې د بېکاره ځوانانو شمېر په ډېرېدو دی او د سالمې تفرېح هېڅ زمینه نه ده ورته برابره.

هغه زیاته کړه، یو شمېر دغه ډول ځوانان نشه يي توکو ته مخه کول د ژوند له فشارونو د خلاصون یواځینۍ پناه ځای بولي.

هغه روښانه کړه: ((په افغانستان کې چرس څکول د ځوانانو ترمنځ په یوه کلتور بدل شوى، هېڅوک نشته چې مخه یې ونیسي، د چرسو څکول په کورنۍ او ماشومانو منفي اغېز کوي.))

تفریحي سیمې په ځانګړې توګه پارکونه، د ځوانانو او کورنیو د لیدو، کتو ځايونه دي، خو په یادو سیمو کې د چرسو څکول ډېر ځوروونکى دى.

بلخوا د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي اندېښنه ښيي چې په دې وروستیو کې د ځوانانو له خوا د چرسو استفاده کابو پر یوه دود بدل شوى دى.

د هرات یوه ځوان ګل احمد پژواک ته وویل، لومړى ځل یې د ملګرو په هڅونه چرس څکولي، خو اوس پرې روږدی شوی او هر مازیګر د چرسو څکولو لپاره تفریحي پارک ته ځي.

نوموړي دې پوښتنې ته په ځواب کې چې که چرس ونه څکوي، څه پېښېږي؟ وویل: ((که چرس ونه څکوم، جګړه کوم، اعصاب مې خرابېږي، سست او بې حاله کېږم او هېڅ کار نه شم کولای.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.