ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له دې وروسته د خصوصي پوهنتونونو د کانکور ازموينه هم د لوړو زده کړو وزارت اخلي

له دې وروسته د خصوصي پوهنتونونو د کانکور ازموينه هم د لوړو زده کړو وزارت اخلي

author avatar
14 Jul 2019 - 15:59
له دې وروسته د خصوصي پوهنتونونو د کانکور ازموينه هم د لوړو زده کړو وزارت اخلي
author avatar
14 Jul 2019 - 15:59

کابل (پژواک، ٢٣ چنګاښ ٩٨): د خیالي محصلینو د مخنیوي په موخه به له دې وروسته د لوړو زده کړو د خصوصي پوهنتونونو د کانکور ازموينې هم د لوړو زده کړو وزارت له خوا اخيستل کېږي.   

دغه څرګندونې د لوړو زده کړو وزارت د کانکور ازموینو ملي ادارې مشرعبدالقدیر خاموش نن کابل کې د لوړو زده کړو په موسسو کې د ازموینو د طرزالعمل د پلي کېدو څرنګوالي په مناسب جوړه شوې غونډه کې وکړې.

هغه وويل چې د خصوصي پوهنتونونو د اعتبار لوړېدو، د محصلینو د کره شمېر معلومولو او د خیالي محصلینو د مخنیوي په موخه به وروسته له دې د خصوصي پوهنتونونو د کانکور ازموینه هم د لوړو زده کړو وزارت له خوا اخیستل کیږي.

دى وايي، له هغو کسانو چې د کانکور په عمومي ازموينه کې بريالي پېژندل شوي او خصوصي پوهنتونونو ته معرفي شوي، خصوصي پوهنتون کې د شاملېدو پر مهال اړتيا نه لري چې بيا په کانکور ازموينه کې برخه واخلي. 

هغه وويل چې دغه کسان کولى شي د فيس په تخفيف سره د لوړو زده کړو په خصوصي پوهنتونونو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

د لوړو زده کړو د معلوماتو له مخې، سږ کال د کانکور د عمومي ازموينې  له نږدې ١٧٥ زره ګډونوالو څخه شاوخوا شل زره تنه ناکام شوي او له پاتې کاميابو کسانو شاوخوا ٧٧ زره د لوړو زده کړو خصوصي پوهنتونونو او پاتې نور د لوړو او نيمه لوړو زده کړو دولتي موسسو ته معرفي شوي دي.

سرچينه زياتوي چې افغانستان کې ١٣١ خصوصي او ٣٨ دولتي پوهنتونونه فعاليت لري. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.