ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د ساختماني توکو د ارزونې لابراتوار جوړ شو

ننګرهار کې د ساختماني توکو د ارزونې لابراتوار جوړ شو

author avatar
14 Jul 2019 - 15:42
ننګرهار کې د ساختماني توکو د ارزونې لابراتوار جوړ شو
author avatar
14 Jul 2019 - 15:42

جلال اباد (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۹۸): ننګرهار کې د سټنډرډ ملي ادارې له لوري د ۴۸ميليونه افغانيو په لګښت د ساختماني توکو د ارزونې او کتلو لابراتوار جوړ شو.

چارواکي وايي، دا لابراتور د هېواد په کچه په لومړي ځل دغه ولايت کې جوړ شو.

د ساختماني موادو دغه لابراتوار د چنګاښ په ۲۳مه د دغې ادارې په ودانۍ کې د ننګرهار والي او يو شمېر نورو مسوولينو له لوري د پټۍ په پرېکولو پرانيستل شو.

د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي معین خواجه جاوېد صدیقي وویل، د ساختماني توکو دا لابراتوار چې د لومړي ځل لپاره د افغانستان په کچه په ننګرهار کې جوړ شو، د سټنډرډ ملي ادارې ۴۸ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.

هغه زياته کړه، افغانستان ته ۱۶۰ ډوله ساختماني توکي را لېږدول کیږي چې په یاد لابراتوار کې به د هغو توکو ټسټونه وشي چې له امله یې د کارېدو پر مهال خطرات رامنځته کیږي او کارېدل یې په اقتصاد منفي اغېز کوي .

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل هيله څرګنده کړه چې د دغه لابراتوار په جوړېدو سره به سوداګرو ته اسانتياوې برابرې، د فساد مخنیوی ترسره او با کیفیته توکي به هېوادوالو ته وړاندې شي .

هغه د سټنډرډ له ملي ادارې څخه مننه وکړه چې په ننګرهار کې يې د ساختماني توکو لابراتوار پرانیست او هیله یې وښوده چې د یاد لابراتوار چارې په شفافه بڼه ترسره شي .

د ننګرهار د سوداګرو په استازیتوب ډاکټر مخلص احمد د یاد لابراتوار په پرانیستل کېدو خوښي وښوده او غوښتنه یې وکړه چې په  دې ولایت کې د شپږو لابراتوارونو ګډه دستګاه فعاله شي، ترڅو په ټولو برخو کې د سوداګرو توکي ټیسټ او د دوی ستونزې په یو ځای کې حل شي.

د ننګرهار ولایتي شورا غړي اسرارالله مراد د خبرو پر مهال ټینګار وکړ چې له ياد لابراتوار څخه دې یواځې د ساختماني توکو  د ټیسټ په موخه استفاده وشي او  په دې برخه کې دې د فساد د مخنیوي په موخه ځانګړې پاملرنه وشي .

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.