ایبک (پژواک، ٢٣ چنګاښ ٩٨): د سمنګان د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي چې په دغه ولایت کې د پستې حاصلات د تېر کال په پرتله ۷۶ سلنه کم شوي دي.
د سمنګان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت رییس محمد رحمان ارغندیوال پژواک خبري اژانس ته وویل، د سمنګان د پستې د ځنګل په اړه ددغه ریاست څېړنې ښيي چې تېر کال ۱۷ سلنه او سږ کال څلور سلنه د پستې ونو حاصل نیولی و.
نوموړي نامناسب اقلیمي شرایط او د ږلۍ ورښت د پستې د محصولاتو د کمښت لاملونه وبلل او زیاته یې کړه: ((د پستې د ګل او پاڼې د جوړښت په مرحله کې باران ونه ورېد، نو ځکه د پستې پاڼې او دانه د ګرمۍ له امله وسوځېدل او یوه اندازه نور یې د ږلۍ او ناروغیو له امله له منځه لاړل.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې، ددغه ولایت په مرکز او حضرت سلطان، فېروزنخچیر او دره صوف بالا ولسولیو کې د پستې شاوخوا ۴۲ هکتاره طبیعي ځنګل شته.
د کرنې وزارت د قانون له مخې، د پستې له ځنګلونو څخه په داسې حال کې ټاکلي کسان ساتنه کوي چې د پستې له هرو ۱۰۰ ونو شاوخوا ۱۵ ونو یې حاصل کړی وي.
د سیمې خلک په ټاکلي وخت د ولسي شورا له اعلان وروسته ځنګلونو ته ځي او د پستې حاصلات راټولوي.
د سمنګان د کرنې رییس د معلوماتو له مخې، ددغه ولایت اوسېدونکو تېر کال د پستې ۲۱۲ ټنه حاصل ټول کړی و او له دې لارې يې په ټولیزه توګه ۲۶۵ میلیون افغانۍ عاید ترلاسه کړی و.
له تېرې ورځې راهیسې د سیمې خلک د پستې د حاصلاتو ټولولو ته تللي، خو سږکال دومره حاصل نه شي ترلاسه کولی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن