ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دانش: که په دولتي ادارو کې جنسي ځورونه ثابته نه شوه، تور لګوونکي يې باید مجازات شي

دانش: که په دولتي ادارو کې جنسي ځورونه ثابته نه شوه، تور لګوونکي يې باید مجازات شي

author avatar
14 Jul 2019 - 20:42
دانش: که په دولتي ادارو کې جنسي ځورونه ثابته نه شوه، تور لګوونکي يې باید مجازات شي
author avatar
14 Jul 2019 - 20:42

کابل (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۹۸) د ولسمشر مرستيال سرور دانش وايي، که پر دولتي ادارو لګول شوي تورونه او جنسي غوښتنې په ثبوت ورسېږي، نو عاملینو ته به يې تر ټولو سخته سزا ورکړل شي؛ پرته له دې به له تورلګوونکو سره قانوني چلند وشي.

د غبرګولی میاشتې په لومړیو کې د ولسمشر غني پخواني سلاکار حبیب الله احمدزي ادعا وکړه چې د دولتی ګمارنو په بدل کې له ښځو نه په ارګ کې جنسي استفادې کېږي.

دغه ادعا د ولسمشرۍ پخواني ویاند هارون چخانسوری له سخت غبرګون سره مخامخ شوه. چخانسوری دا خبرې رد کړې او هغه يې (په ښځو پورې تور او ښځو ته بې احترامي) وبلله. ارګ له لويې څارنوالۍ وغوښتل چې دا موضوع په جدي ډول وڅېړي.

له هغې وروسته، څو ورځې مخکې، بي بي سي (د افغانستان د دولت په زړه کې جنسي رسوايي) تر سرليک لاندې خبر خپور کړ چې د دې خبر په اساس یو شمېر ښځو ادعا کړې وه چې د افغانستان چارواکو د هغوى قانوني اسنادو له پړاوونو د تېریدو او کار په بدل کې له هغوى سره د جنسي اړیکو د ټینګولو غوښتنه کړې ده.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش چې نن يې د ښځو پر وړاندې د دولتي ادارو ملي همغږۍ په کنفرانس کې خبرې کولې. یو ځل بیا لويې څارنوالۍ ته لارښوونه وکړه ترڅو په دولتي ادارو کې د جنسی استفادې ادعاوې په جدي توګه وڅېړي.

دانش وویل، که چېرې د جنسي غوښتنو په باره کې لګول شوي تورونه په ثبوت ورسېږي، عاملینو ته به يې خورا سخته سزا ورکړل شي.

خو هغه د دې په ویلو چې د حکومت مشرتابه له هیڅ خاین او مجرم څخه ملاتړ نه کوي، ګواښ وکړ: «که دا تورونه په ثبوت و نه رسېږي، نو هغه مغرض کسان چې په پاک لمنو ښځو پورې تور پورې کوي، باید سخته سزا ورکړل شي.»

دانش چې په ولسمشریزو ټاکنو کې د اوسني ولسمشر محمد اشرف غني په ټاکنیز ټیکټ کې مرستیال دی، وویل چې وروستۍ ادعاګانې زیاتره سیاسي اړخ لري او ځینې کسان د کمپاین لپاره د حکومت نه په عقدې تشولو لاس پورې کوي، ترڅو خپل ځان د قانون طرفدار وښيي او د عامه خلکو ذهنونه په ضد واړوي.

له بلې خوا د ولسمشر دویم مرستیال د سولې په موضوع کې د ښځو حقوقو ته اشاره وکړه، وویل: «نن چې کومو کسانو په ځینو سیاسي او تشریفاتي ناستو کې ګډون کړی، د طالبانو د څو مبهمو او کلي جملو ښکار شوي چې ګواکې هغوى د اسلام په چوکاټ کې د ښځو حقوقو ته درناوی لري؛ خو دا همغه روایت دی چې طالبانو ۲۵ کاله وړاندې يې ويل، خو ښځې يې په کورونو کې بندې کړې وې.» 

د ولسمشر دویم مرستیال په دې ناسته کې د سولې په باره کې هم خبرې وکړې. ده ټینګار وکړ چې د افغانستان حکومت په هر اړخیز ډول د سولې له پروسې ملاتړ کوي، خو ترڅو چې طالبان د اساسي قانون ارزښتونو په څرګند ډول ونه مني، حکومت او خلک نه شي کولی په هغو شعارونو وغولېږي چې معنا او محتوا يې عملي بڼه ونه لري.

دغه راز ده وویل چې د ملی يووالي حکومت په دوره کې د ښځو د حقوقو لپاره ډېر ګامونه اخیستل شوي دي، خو بسنه نه کوي.

هغه وویل: «برسېره پر دې چې ټول ګامونه چې اخیستل شوی دي، تر اوسه هم د ښځو په وړاندې تاوتریخوالى شته او د هېواد په کچه لکه څنګه چې اړینه ده ښځې له عدالت نه برخمنې نه دي.»

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.