د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د هرات اوسېدونکي په تفریحي سیمو کې د چرسو له څکولو شکایت کوي

د هرات اوسېدونکي په تفریحي سیمو کې د چرسو له څکولو شکایت کوي

Jul 14, 2019 - 20:07

هرات ښار (پژواک، ٢٣ چنګاښ ٩٨): د هرات اوسېدونکي د دغه ولایت په تفریحي سیمو کې د چرسو له استفادې د شکایت کولو تر څنګ ټينګار کوي چې د دغه کار مخه دې ونیول شي.

د چرس ډېر کاروونکي د یادو نشه يي توکو د استعمال لپاره تفریحي سیمو ته ورځي.

که څه هم په هرات کې د نشه يي توکو ازاد پېر او پلور جرم ګڼل کېږي، خو د دغه ولایت اوسېدونکي وايي چې یاد توکي په هرات ښار کې په ازاده توګه پېر او پلورل کېږي.

د هرات اوسېدونکي احمد جواد پارسا نن پژواک خبري اژانس ته وویل، د دوستانو لیدل او تفرېح په ظاهري توګه په پارک کې د راټولېدو لومړى غوراوى دی، خو د هرات د ځوانانو ترمنځ په تفریحي سیمو کې د نشه توکو کارول کابو یو رواج ګرځېدلى دی.

هغه زیاته کړه: ((که څه هم تفریحي سیمې د ارام او محصلینو د مطالعې لپاره مناسب ځای دی، خو له بده مرغه ډېری ځوانان یادې سیمې د چرسو څکولو لپاره ټاکي چې دا یوه وژونکې پدیده ده.))

د محمد داور په نوم د هرات ولایت بل اوسېدونکي چې د هرات ښار په ملک پارک کې پر مطالعه بوخت و، پژواک ته وویل، په هرات کې د بېکاره ځوانانو شمېر په ډېرېدو دی او د سالمې تفرېح هېڅ زمینه نه ده ورته برابره.

هغه زیاته کړه، یو شمېر دغه ډول ځوانان نشه يي توکو ته مخه کول د ژوند له فشارونو د خلاصون یواځینۍ پناه ځای بولي.

هغه روښانه کړه: ((په افغانستان کې چرس څکول د ځوانانو ترمنځ په یوه کلتور بدل شوى، هېڅوک نشته چې مخه یې ونیسي، د چرسو څکول په کورنۍ او ماشومانو منفي اغېز کوي.))

تفریحي سیمې په ځانګړې توګه پارکونه، د ځوانانو او کورنیو د لیدو، کتو ځايونه دي، خو په یادو سیمو کې د چرسو څکول ډېر ځوروونکى دى.

بلخوا د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي اندېښنه ښيي چې په دې وروستیو کې د ځوانانو له خوا د چرسو استفاده کابو پر یوه دود بدل شوى دى.

د هرات یوه ځوان ګل احمد پژواک ته وویل، لومړى ځل یې د ملګرو په هڅونه چرس څکولي، خو اوس پرې روږدی شوی او هر مازیګر د چرسو څکولو لپاره تفریحي پارک ته ځي.

نوموړي دې پوښتنې ته په ځواب کې چې که چرس ونه څکوي، څه پېښېږي؟ وویل: ((که چرس ونه څکوم، جګړه کوم، اعصاب مې خرابېږي، سست او بې حاله کېږم او هېڅ کار نه شم کولای.))

د غلام رضا په نوم یوه بل هراتي ځوان چرس څکول یوه تفرېح وبلله.

هغه وویل: ((چرس د شوق او وخت تېرېدو لپاره څکوم، خو په تریاکو او هېرویینو نه یم روږدی.))

بلخوا په هرات کې له نشه يي توکو سره  د مبارزې رییس سید محمد سادات پژواک خبري اژانس ته وویل، په هرات کې له ۶۰ تر ۷۰ زرو روږدي شته چې ۱۳ سلنه یې ښځې او ماشومان دي.

دغه راز نوموړي روښانه کړه چې په چرسو روږدي کسان په دوو برخو وېشل شوي چې یو شمېر یې په تفریحي او ځينې نور ځوانان یې په افراطي توګه استعمالوي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد په دې اړه پژواک ته وویل، له هغو روږدو کسانو سره به قانوني چلند وشي چې په تفریحي سیمو کې د خلکو د ځورونې لامل ګرځي.

هغه د نشه يي توکو د پلور په تور د نیول شوو کسانو د شمېر له ښودلو ډډه وکړه او ویې ویل: ((زموږ امنیي سرتېري دنده لري چې د نشه يي توکو له پلورونکو سره قانوني چلند وکړي او ډېری کسان د پولیسو له خوا تر نیول کېدو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.))

دا په داسې حال کې ده چې یوه اونۍ مخکې په افغانستان کې له نشه يي توکو سره د مبارزې د ځانګړې څارنوالۍ رییس محمد الف عرفاني په هرات کې د ۳۱ ټنه نشه يي توکو د سوځولو په مناسبت جوړو شوو مراسمو ته وویل، د نشه يي توکو د قاچاق په تور په ټول هېواد کې ۱۳۵۰ کسان نیول شوي چې ۱۷ یې د بېلا بېلو بهرنیو هېوادونو لکه ایران، پاکستان، ازبکستان او نورو اوسېدونکي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement