د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په باميان کې د سيلانيانو شمېر نيم ته راټيټ شوی

فيچرونه

ارشيف

په باميان کې د سيلانيانو شمېر نيم ته راټيټ شوی

Jul 14, 2019 - 18:06

 

 باميان (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۹۸): په باميان کې چارواکي وايي چې د روان کال په څلورو مياشتو کې د تېرکال د ورته مودې په پرتله د سيلانيانو شمېر ۵۰ سلنه کم شوی دی.

(( د يکاولنګ چمن طبيعي ځړوبي درلودونکې شنې درې، په بند امير کې اووه اوبیز بندونه، هاجر دره، فولادي دره، د بابا غرونو لمنې، په کرک دره کې د بودا دوه ويجاړې شوې مجسمې، د بودا مجسمې شاوخوا درې زره سمڅې، د ضحاک او غلغلې ښارونه او د یکاولنګ څلوېښت برجونه د باميانو له تاريخي ابداتو څخه دي.))

هرکال ډېرشمېربهرني سيلانيان او د هېواد د بېلابېلو ولايتونو اوسېدونکي د يادو تاريخي سيمو د لېدنې لپاره بامیانو ته ورځي.

د باميان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د تاریخي اثارو د ساتنې او څارنې عمومي مدير عبدالحميد جليا، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د روان کال په څلورو مياشتو کې له باميان څخه نږدې پنځو زرو ګرځندويانو ليدنه کړې ده؛ په داسې حال کې چې د تېرکال په ورته موده کې نږدې لس زرو سيلانيانو د باميان له تاريخي سيمو او بند امیر څخه ليدنه کړې وه.

نوموړي زياته کړه چې یادو ګرځندويانو د باميان له غلغلې ښار، بودا مجسمو او ککرګ بودا سمڅو د لېدنې لپاره تکټونه اخيستي دي.

د هغه په خبره، له دې بابته د تېرکال عوايد ۲.۶ ميليونه افغانيو ته رسېدل؛ خو د سږکال څلورو مياشتو عوايد تراوسه په کره توګه محاسبه شوي نه دي.

خو نوموړي وويل، تېرکال ټولټال ۵۰۰۰ کسانو له ټکټ اخيستو پرته د دې ولايت له طبيعي ځايونو ليدنه کړې ده.

د سرچينې په وينا، د الوتکې ټکټ لوړ نرخ، د هېواد په کچه ناامني او د خلکو اقتصادي ستونزې د سيلانيانو د شمېر د کمېدو اصلي لاملونه دي.

 د باميان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ګرځندوی عمومي مدير جمعه خان مهدوي، پژواک ته وويل چې د هېواد په کچه په ځانګړې توګه باميان ولایت ته غځېدلو لارو کې ناامني، د طالبانو په لاس د باميان ولایت سقوط هغه عوامل ګڼل کېږي چې د دې ولايت په ګرځندوی برخه یې ناوړه اغېزې کړې دي.

د هغه په خبره، طالبانو د ميدان درې په اوږدو کې پوستې جوړې کړي او د مساپرو موټر تالاشي کوي، د ځينو مساپرو کمپيوټرونه او ټيلېفونونه کنټرولوي چې په دې کارسره د دې لارې مساپر وېرېږي.

سرچينې وويل چې له دې وړاندې د کابل - باميان تر منځ د الوتکې د يوه ټکټ بيه شپږ زره افغانۍ وه چې د مګړۍ اته زرو افغانیو ته لوړه شوې او دا موضوع لامل شوې څو په کم شمېر سيلانيان له باميان څخه ليدنه وکړي.

په باميان کې د هوټلونو او رستورانټونو مالکين هم د سيلانيانو د شمېر له کمښت څخه شکايت کوي او وايي چې کار او بار یې پيکه شوی دی.

د باميان مشهورو مجسمو ته څېرمه د ((سخي نمبر یک)) هوټل مالک حاجي طاهر، پژواک ته وويل: ((تېرکال او له هغه څخه په وړاندې کلونوکې هر ورځ تر ۱۵۰ کیلوګرامه غوښه مو کباب کوله، ټوله خرڅېدله، خو اوس په ورځ کې ۳۰ کيلوګرامه او ځينې ورځې تر دې لږ کار کوو.))

نوموړي زياته کړه: ((خلک اقتصادي وس نه لري څو سفر وکړي، د هرې ورځې په تېرېدو د خلکو اقتصادي وضعیت خرابېږي.))

کوم کسان چې د باميان تاريخي سيمو لېدنې لپاره دې ولايت ته راغلي د الوتکې ټکټ له لوړ نرخ او دې ولايت ته د غځېدلو لارو له ناامنيو څخه شکایت کوي.

احمدالله فيروزي چې له کابل څخه باميان ته راغلی وویل چې له خپلو پنځو دوستانو سره د ميدان وردګ ولایت له لارې باميان ته راغلي او د لارې په اوږدو کې طالبانو څو ځایه د مساپرو موټر په جدي ډول تالاشي کول.

خو خيرالله د کابل ولایت اوسېدونکی چې له ډېر پخوا راهيسې د باميان تاریخي ځايونو لېدو ليواله ده پژواک ته وويل: ((ډېر ليواله یم چې باميان ته لاړ شم او له تاريخي سيمو په ځانګړې توګه د بندامیر او بودا بتانو ليدنه وکړم.))

د کابل ياد اوسېدونکي زياته کړه چې د کابل – باميان لارې په اوږدو کې د ناامنۍ له امله نه شي کولی د ځمکې له لارې باميان ته لاړ شي او له بله پلوه باميان ته د الوتکې ټکټ بيه هم لوړه شوې   څو خپلې هيلې ته ورسېږي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement