باميان (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۹۸): په باميان کې چارواکي وايي چې د روان کال په څلورو مياشتو کې د تېرکال د ورته مودې په پرتله د سيلانيانو شمېر ۵۰ سلنه کم شوی دی.
(( د يکاولنګ چمن طبيعي ځړوبي درلودونکې شنې درې، په بند امير کې اووه اوبیز بندونه، هاجر دره، فولادي دره، د بابا غرونو لمنې، په کرک دره کې د بودا دوه ويجاړې شوې مجسمې، د بودا مجسمې شاوخوا درې زره سمڅې، د ضحاک او غلغلې ښارونه او د یکاولنګ څلوېښت برجونه د باميانو له تاريخي ابداتو څخه دي.))
هرکال ډېرشمېربهرني سيلانيان او د هېواد د بېلابېلو ولايتونو اوسېدونکي د يادو تاريخي سيمو د لېدنې لپاره بامیانو ته ورځي.
د باميان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د تاریخي اثارو د ساتنې او څارنې عمومي مدير عبدالحميد جليا، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د روان کال په څلورو مياشتو کې له باميان څخه نږدې پنځو زرو ګرځندويانو ليدنه کړې ده؛ په داسې حال کې چې د تېرکال په ورته موده کې نږدې لس زرو سيلانيانو د باميان له تاريخي سيمو او بند امیر څخه ليدنه کړې وه.
نوموړي زياته کړه چې یادو ګرځندويانو د باميان له غلغلې ښار، بودا مجسمو او ککرګ بودا سمڅو د لېدنې لپاره تکټونه اخيستي دي.
د هغه په خبره، له دې بابته د تېرکال عوايد ۲.۶ ميليونه افغانيو ته رسېدل؛ خو د سږکال څلورو مياشتو عوايد تراوسه په کره توګه محاسبه شوي نه دي.
خو نوموړي وويل، تېرکال ټولټال ۵۰۰۰ کسانو له ټکټ اخيستو پرته د دې ولايت له طبيعي ځايونو ليدنه کړې ده.
د سرچينې په وينا، د الوتکې ټکټ لوړ نرخ، د هېواد په کچه ناامني او د خلکو اقتصادي ستونزې د سيلانيانو د شمېر د کمېدو اصلي لاملونه دي.
د باميان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ګرځندوی عمومي مدير جمعه خان مهدوي، پژواک ته وويل چې د هېواد په کچه په ځانګړې توګه باميان ولایت ته غځېدلو لارو کې ناامني، د طالبانو په لاس د باميان ولایت سقوط هغه عوامل ګڼل کېږي چې د دې ولايت په ګرځندوی برخه یې ناوړه اغېزې کړې دي.
د هغه په خبره، طالبانو د ميدان درې په اوږدو کې پوستې جوړې کړي او د مساپرو موټر تالاشي کوي، د ځينو مساپرو کمپيوټرونه او ټيلېفونونه کنټرولوي چې په دې کارسره د دې لارې مساپر وېرېږي.
سرچينې وويل چې له دې وړاندې د کابل - باميان تر منځ د الوتکې د يوه ټکټ بيه شپږ زره افغانۍ وه چې د مګړۍ اته زرو افغانیو ته لوړه شوې او دا موضوع لامل شوې څو په کم شمېر سيلانيان له باميان څخه ليدنه وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن