کندوز ښار (پژواک، ٢٣ چنګاښ ٩٨):کندوز کې د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په مناسبت له شاوخوا ٣٦٠ کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرستې وشوې.
د اړوندې موضوع په اړه جوړو شويو مراسمو ته د کندوز والي عبدالجبار نعيمي وويل چې خپلواکي د شاه غازي امان الله خان او افغان مشرانو او ځوانانو د قهرمانیو او سرښندونو پايله ده.
ده زياته کړه: (( سل کاله وړاندې افغانانو په خپلو وینو د هېواد خپلواکي ترلاسه کړه چې نن یې موږ ټولو ته په میراث پرېښوده، په کار ده چې ټول افغان ولس په ملي فکر او مسوولیت سره د خپلو مشرانو د سرښندنو او زحمتونو درناوی وکړو.))
والي وويل چې د همدې ورځې په مناسبت نن د مرکز او ولسواليو له ٣٨٥ کورنيو سره د څلور ميليونه او شپږ سوه زره افغانيو په ارزښت نغدي او د خوراکي توکو مرستې وشوې.
نعيمي زياتوي: (( په دغو کسانو کې جګړه ځپلي، کونډې، يتيمان، بې وزله، معلولين او ځينې نور شامل دي.))
والي پر ښکېلو خواو غږ وکړ چې د هېواد د ازادۍ په دې پرتمینو ورځو کې له جګړو لاس په سر شي او پرېږدي چې افغانان په ډاډمنه امنیتي فضا کې د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کالیږې جشنونه په شانداره مراسمو سره ونمانځي.
دغه راز يو تن مرسته اخيستوونکي فريد احمد پژواک ته وويل چې په امام صاحب ولسوالۍ کې د پرله پسې جګړو له امله کندوز ښار ته کډه شوي دي.
هغه وايي: ((خلک په سختو ستونزو کې دي، دغه مرستې دومره ډېرې نه دي، خو ښه دى تر يوه وخته پورې به ګوزاره وکړي.))
نوموړي ټينګار وکړ چې خپلې سيمې يې بايد امنيت شي، ترڅو د پخوا په څېر بېرته په خپل کور او کلي کې ژوند پيل کړي.
د يادونې ده چې د کندوز په يو شمېر ولسواليو کې د پرله پسې جګړو له امله ګڼ شمېر کورنۍ کندوز ښار او نورو سيمو ته کډه شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن