کابل (پژواک، ٢٤ چنګاښ ٩٨): د ملي تدارکاتو کمېسيون له یو میلیارد څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ۲۱ تدارکاتي موضوع ګانې منظور کړې دي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه او په کې ۲۱ تدارکاتي موضوع ګانې وارزول شوې چې په پايله کې له ۱،۱ میلیارد څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ټولې منظور شوې.
سرچينه زياتوي، دغه راز ملي تدارکاتو ادارې د ملي انکشاف عملیاتي او ملاتړې ادارې اړوند د دارالامان او تاج بېګ ماڼیو د اساسي ترمیماتو پروژو د قراردادونو د مودې غځول، د افغانستان برېښنا شرکت د اړتیا وړ برېښنایي مېټرونو د تدارک او نصبولو او ترانسپورټ وزارت له لوري ښرنې څخه تر انګور اډې پورې د سړک جوړول، منظور کړل.
سرچينه کاږي، د اجنډا مطابق په دې غونډه کې د مخکېنیو فیصلو او راپورونو پر تحقق بحث وشو چې په پایله کې منظور شول.
جمهور رئیس غني د قراردادي شرکتونو د پانګونې په اړه د ملي تدارکاتو کمېسیون د مخکېنیو فیصلو د تحقق پر راپور د بحث پر مهال اړوندو وزارتونو ته لارښوونه وکړه، که قراردادي شرکتونه د پروژو په عملي کولو کې پانګونه ونه کړي، د بل ځل لپاره دې هیڅ تړون ورسره نه کېږي.
د خبرپاڼې د معلوماتو پربنسټ، په دې غونډه کې د ملي تدارکاتو ادارې پر غړو او مسوولینو سربېره، د افغانستان د شفافیت څار بنسټ، سیګار او غوڅ ملاتړ سیستیکا ملي او بین المللي څارونکو هم حضور درلود.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن