کابل (پژواک، ٢٤ چنګاښ ٩٨): ولسمشر غني د عينک د مسو کان ته د کانونو وزارت د استول شوي پلاوي راپور نه دى منلى او ورته يې لارښوونه کړې چې د دې کان د لرغونو اثارو د ساتنې او د کان د استخراج په موخه یادې سیمې ته بيا لاړ شي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني د عینک د مسو کان د استخراج او د دغې سیمې د لرغونو اثارو د ساتنې څرنګوالی، نن غرمه په یوه غونډه کې وارزاوه.
په دغه غونډه کې چې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرستې، د ملي امنیت شورا سلاکار، د جمهوري ریاست عالي مقام د دفتر رئیس او د عینک د مسو کان پروژې متخصصینو حضور درلود، په دې اړه د کانونو او پټرولیم وزارت استول شوي پلاوي د خپلو کړنو راپور وړاندې کړ.
له هر اړخیزو بحثونو وروسته د یاد پلاوي راپور ونه منل شو او جمهور رئیس استول شوي پلاوي ته یو ځل بیا لارښوونه وکړه چې د واضح پلان پر بنسټ دې د عینک د مسو کان د لرغونو اثارو د ساتنې او د کان د استخراج په موخه یادې سیمې ته ولاړ شي او له دقیقې ارزونې وروسته دې خپل راپور د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن