ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وکیلان: د ولسي جرګې د کمېسیونونو ریاستونه پېر او پلورل کېږي

وکیلان: د ولسي جرګې د کمېسیونونو ریاستونه پېر او پلورل کېږي

author avatar
15 Jul 2019 - 16:43
وکیلان: د ولسي جرګې د کمېسیونونو ریاستونه پېر او پلورل کېږي
author avatar
15 Jul 2019 - 16:43

 

کابل (پژواک،۲۴ چنګاښ ۹۸): د ولسي جرګې یو شمېر غړي ادعا کوي چې د دې جرګې د کمېسیونونو ریاستونه پېر او پلورل کېږي او له همدې امله د کمېسیونونو د اداري پلاوو ټاکنې ځنډول شوې دي.

 د غويي په ۲۸ مه د ملي شورا له پرانیستې او  ۷۰ ورځې وروسته د جنجالي ټاکنو په پایله کې میررحمان رحماني د ولسي جرګې د رییس، امیرخان یار لومړی نایب، احمد شاه رمضان دویم نایب، کریم اتل منشي او عرفان الله عرفان ددې جرګې د نایب منشي په توګه وټاکل شول.

 له هغه وروسته ددې جرګې رییس، مرستیال او د یوولسو دایمي کمېسیونونو منشیان ټاکل شوي خو شپږ نور کمېسیونونه لا هم د خپل اداري پلاوي په ټاکلو بریالي نه دي.

د مخابراتو او مواصلاتو، ملي اقتصاد، د دیني او فرهنګي چارو، دفاعي چارو، روغتیا او بدني روزنې، عدلي او قضايي چارو، چاپېریال، د داخلي امنیت چارو، مالي او بودیجه، د ښځو چارو ریاست کمېسیونونه توانېدلي چې خپل اداري پلاوي وټاکي، خو د کوچیانو، د شکایتونو د اورېدو، د وکیلانو خوندیتوب او امتیازونه، له نشه یي توکو سره مبارزه، د نړیوالو او تقنیني چارو کمېسیونونو تر اوسه خپل اداري پلاوي نه دي ټاکلي.

ددې جرګې یو شمېر غړي د کوم چا له نوم اخیستو پرته ادعا کوي چې د کمېسیونونو د اداري پلاوي په ټاکنو کې د ریاست څوکۍ د کټلو لپاره رایې پېر او پلورل کېږي او ددغه کار له امله یادې ټاکنې څو ورځې وخت نیسي.

په ولسي جرګه کې د کوچیانو استازي میرویس بلخي د ملي شورا په تالار کې وویل: ((څوک چې پیسې لري رییس کېږي، د مواصلاتو او مخابراتو په کمېسیون کې ان یوه رایه په ۳۰ زره ډالرو پېرل شوې ده.))

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازې شینکۍ کړوخېل هم وویل: ((له بده مرغه شایسته سالارۍ ته توجه نه کېږي، د رایې بیه نه ده راته معلومه او څوک دا جرئت هم نه شي کولای چې ماته پیسې راکړي او یا یې راته وړاندیز وکړي، له شواهدو ښکاري چې شتمنو کسانو څوکۍ ترلاسه کړې، د کمېسیونونو د رییسانو په ټاکنو کې معیار شتمني وه نه لیاقت اوشایسته سالاري.))

په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازي کمال ناصر اصولي د کوم کس له نوم اخیستو پرته وویل: ((د موجوده لېستونو له مخې له ۲۰۰ ډېرو وکیلانو د اداري پلاوي او کمېسیونونو په ټاکنو کې خپلې رایې له ۱۰ تر ۲۰ زرو امریکايي ډالرو پلورلې دي.))

په دې جرګه کې د کابل د خلکو استازي رمضان بشردوست هم وویل چې په کمېسیونونو کې د پیسو، قوم او ګوند په اساس رییسانو ته رایې ورکول کېږي.

هغه زیاته کړه، د کمېسیونونو د اداري پلاوو د غړو او رییسانو په ټاکلو کې تخصص ته پاملرنه نه ده شوې، په داسې حال کې چې د داخلي دندو په اصولو کې په کمېسیونونو کې د غړیتوب لپاره پر تخصص ټینګار شوی دی.

د یو شمېر کمېسیونونو اداري پلاوي په داسې حال کې تر اوسه نه دي ټاکل شوي چې د جرګې اجنډا د رییسانو کمېټې له خوا چې د کمېسیونونو د رییسانو او جرګې د اداري پلاوي څخه جوړه شوې ټاکل کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.