ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​عبدالله: د ۲۰۱۴ کال ټاکنو د ناورین تکرار د زغم وړ نه دی

​عبدالله: د ۲۰۱۴ کال ټاکنو د ناورین تکرار د زغم وړ نه دی

author avatar
15 Jul 2019 - 19:06
​عبدالله: د ۲۰۱۴ کال ټاکنو د ناورین تکرار د زغم وړ نه دی
author avatar
15 Jul 2019 - 19:06

 کابل(پژواک، ۲۴ چنګاښ ۹۸): د ملي يووالي حکومت اجرايیه رییس د ۲۰۱۴ کال د ټاکنیز ناورین تکرار د منلو وړ ونه باله او ویې وویل، هېڅ حکومتي اداره حق نه لري چې د یوه مشخص نوماند په ګټه یا تاوان کار وکړي.

 اجرايیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله نن په سپېدار ماڼۍ کې د «په راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو کې د ښځو د ګډون د زیاتوالي په اړه د عامه پوهاوي پروګرام» په نوم د نننۍ جوړې شوې غونډې پر مهال په راتلونکو ټاکنو کې د ښځو ګډون ډېر مهم وباله او ویې ویل، که څه هم ټاکنې به ستونزې ولري خو د رڼو او سالمو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره باید ټول خپله دنده ترسره کړو.

هغه هم په ولسمشرۍ ټاکنو کې د ښځو ګډون مهم وباله او ویې ویل، دا ونډه د یو ځانګړي نوماند د ملاتړ معنا نه لري او نه باید په ولایتونو کې د ښځو چارو ریاست په دې برخه کې سلیقوي چلند وکړي، هر رییس حق لري چې د خپلې خوښې نوماند ته رایه ورکړي.

نوموړي د ۲۰۱۴ کال د ټاکنو سرغړونو او درغلیو ته په اشاره زیاته کړه چې ملت ته د ۲۰۱۴ کال د ټاکنو د ناورین تکرار د منلو وړ نه دی او هېڅ حکومتي اداره حق نه لري چې د یوه ځانګړي نوماند په ګټه کمپاین وکړي.

عبدالله دې ته په اشاره چې د افغانستان خیر او سلامتي د ولسمشرۍ ټاکنو له ترسره کېدو سره تړاو لري وویل: ((د رڼو ټاکنو ترسره کېدل د افغانستان بنسټ قوي کوي او له ولسمشرۍ ټاکنو پرته بله لار نه لري او ان هغوی چې په ټاکنو باوري نه دي هم د ټاکنو له منلو پرته بله لار نه لري.))

بلخوا د ټاکنو کمېسیون رییسې حوا علم نورستانۍ ددې په روښانولو چې همدا اوس ښځې د ټاکنو کمېسیون په لوړو څوکیو اساسي او تصمیم نیوونکی رول لري وویل، د ښځو ګډون کولای شي د رڼو او سالمو ټاکنو په ترسره کېدو کې مرسته وکړي.

نورستانۍ زیاته کړه: ((په تېرو ټاکنو کې د ښځو فعال ګډون په ډاګه کړه چې ښځې د خپل برخلیک په اړه د مسوولیت احساس کوي او د بل هر چا په پرتله ښځې اندېښنه لري او په ټاکنو کې یې روغوونکی رول درلود.))

د ټاکنو کمېسیون رییسې وویل، د رڼو او سالمو ټاکنو ترسره کېدل د سیاسي ګوندونو، مدني بنسټونو او ټاکنو د نوماندانو همکارۍ او د خلکو په پراخ ګډون پورې اړه لري.

دغه راز د ښځو چارو وزیرې دلبر نظري یادې ناستې ته وویل، د رایې ورکول او په ټاکنو کې ګډون له قانون، ولسواکۍ او بشري حقونو څخه ددفاع په معنا دي.

هغې زیاته کړه، د عامه پوهاوي پروګرامونه په ۲۲۴ ولسوالیو او ۲۴ ولایتونو کې ترسره کېږي چې له شک پرته به په راتلونکو ټاکنو کې د ښځو ګډون او وڼده ډېره کړي.

 د ښځو چارو وزېرې د حج او اوقافو وزارت، امنیتي بنسټونو، رسنیو او مدني ټولنو له بنسټونو وغوښتل چې له دوی سره په راتلونکو ټاکنو کې د ښځو د ګډون د ډېروالي لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونو په جوړېدو کې مرسته او ملاتړ وکړي.

 په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر پيري مایادون په دې ناسته کې وویل، داچې د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ترسره کېدو ته لږ وخت پاتې دی ددې ناستې ترسره کېدل ډېر مهم او پر ځای دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.