جلال اباد (پژواک ٢٤ چنګاښ ٩٨): د ننګرهار چارواکي وايي چې د سره رود ولسوالۍ امنيه قومندان د نشه يي توکو له يوه قاچاقبر سره د اړيکو په تور نيول شوى دى.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سره رود ولسوالۍ امنيه قومندان څارن وحيدالله سباوون تېره ورځ د ولايت د امنيه قومندانۍ د نشه يي توکو د مبارزې پوليسو د څېړنې په موخه له ځان سره بېولى دى.
ده زياته کړه، يادو پوليسو په سره رود ولسوالۍ کې يو قاچاقبور نيولى و، چې له هغه د څېړنې په پايله کې امنيه قومندانۍ هم له ځان سره پر لاس لرلو تورن کړى و چې وروسته د امنيه قومندانۍ پوليسو ياد شوى قومندان او درې عسکر نيولي او بېولي دي.
د امنيه قومندانۍ وياند فريدالله هم پژواک ته تاييد کړه چې ياد شوى قومندان د ولايت امنيه قومندانۍ ته د څېړنو لپاره راوړل شوى دى او اوسمهال ترې څېړنې روانې دي چې وروسته به يې جزئيات شريک شي.
د سره رود ولسوال قاري هجرت الله رحماني هم وايي چې تېره ورځ دغې ولسوالۍ ته د ننګرهار امنيه قومندانۍ پوليس راغلي وو او د ولسوالۍ امنيه قومندان يې له ځان سره وړى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن