د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ننګرهار د سپين جومات جوړېدو چارې تر کلونو ځنډ وروسته بياپيل شوې

د ننګرهار د سپين جومات جوړېدو چارې تر کلونو ځنډ وروسته بياپيل شوې

Jul 15, 2019 - 16:00

جلال اباد (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۹۸):د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د سپين جومات د رغونې چارې تر کلونو ځنډ وروسته يو ځل بيا پيل شوې، خو چارواکي وايي چې دا ځل به يې په راتلونکو نهو مياشتو کې بشپړې کړي.

سپين جومات چې شاوخوا سل کاله وړاندې جوړ شوی و او د تاريخي ارزښت درلودونکی دى، لس کاله وړاندې د وخت د والي ګل اغا شېرزي له لوري ړنګ او د بيارغونې چارې يې پيل شوې.

خو له تېرو لسو کلونو راهيسې د پراخ فساد له امله دغه جومات ونه رغول شو چې اوس خبره تر جمهوري رياست پورې هم ورسېده.

پژواک خبري اژانس د روان لمريز کال د وري په ٧مه، ددې جومات په بيارغونه کې د فساد په اړه يو څېړنيز راپور خپور کړى و.

د چنګاښ په ۲۴مه د جمهوري رياست د عملياتي واحد ادارې له لوري د بنايي ملي ادارې په تخنيکي همکارۍ د دغه جومات چارې پيل شوې.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د ولسمشر له لوري د خلکو او ولايتي ادارې په وړانديز د سپین جومات د جوړولو بودیجه منظور او رسماٌ یې د جمهوري ریاست د عملیاتي واحد له لوري د بنایي تصدۍ په مرسته چارې پیل کړې .

هغه زیاته کړه،په دې ولایت کې د دندې د پیل پر مهال خلکو ورڅخه د غازي امان الله خان او پاچا خان مزارونو د جوړېدو، زر بستریز، سپین جومات، بهسودو پول او یو شمېر نورو پروژو د چارو د پیل کېدو غوښتنې کولې چې د ولسمشر په مرسته او ولایتي مسوولینو په همکارۍ یې د خلکو یادې ټولې غوښتنې یو په بل پسې پوره کړې .

میاخېل وویل، لازمه وه چې تاریخي ځايونه له نړېدلو پرته رغول شوي وای؛ دغه چارې له پاملرنې پرته د نهه ميليونه او اووه سوه زره امريکايي ډالرو په ارزښت په غير اصولي ډول په قرارداد ورکړل شوې وې.

دی وايي، د جومات ټيکه دار  له نور فساد سربېره له خلکو د جومات او ولايت په نوم په بېلابېلو وختونو کې ميليونونه افغانۍ اخيستي چې اوسمهال پوروړی دی.

هغه د ولايت مرستيال په مشرۍ له جوړ شوي کمېسيون څخه مننه وکړه چې د شفافيت په موخه يې د دغه جومات د چارو څېړنه وکړه او روښانه يې کړه چې د جومات په چارو کې لوی غبن شوی دی.

نوموړي د دغه کمېسيون د معلوماتو له مخې وويل، چې شل اشاريه پنځه سلنه کار شوی، چې د نږدې دوه ميليونه ډالرو ارزښت لري؛ خو د جومات د جوړېدو په موخه قرارداد له منځه وړل شوی دی.

والي وايي، د جومات د قراردادي او د هغه د پوروړو ترمنځ پرته لانجه به د عدليي او قضايي ارګانونو له لوري مخته وړل کېږي، هر پوروړی چې خپلې پيسې ثبوت کړي، په مساوي ډول به ټولو ته په بانکي حساب کې له پرتو پيسو چې ۴۲ ميليونو افغانيو په شاوخوا کې دي ورکول کېږي.

هغه زياته کړه، د سپين جومات په نوم تر دې وروسته هېڅوک له چا څخه پيسې نه شي اخيستلی او د جومات پاتې لګښت د ولسمشر په امر د جهموري رياست د عملياتي واحد له لوري ورکول کېږي.

د مياخېل د معلوماتو له مخې، د جومات پاتې چارې به د بنايي ادارې له لوري له شپږو تر نهو مياشتو بشپړې شي.

والي دا هم وويل چې روان کال په دغه ولايت کې د جمهوري رياست له لوري له سلو زيات جوماتونه رغول کېږي چې ۶۶ يې د شينوارو په شپږو او پاتې نور به يې د مرکز په ګډون نورو ولسواليو کې ورغول شي.

په همدې حال کې د ننګرهار ولايت مرستيال او د سپين جومات د څېړنې کمېسيون مشر تميم عارف مومند وويل چې ددغه جومات په نوم په تورخم کې هم له ۳۰ميليونه زياتې پيسې حيف او ميل شوي او دغه راز د قراردادي شرکت له لوري هم په زياته پيمانه غبن شوی دی.

دی وايي، د جومات د قراردادي ټولو پوروړو څخه يې معلومات راټول کړي او د هغوی د پورونو د اندازې لپاره يې يو ډيټابیس جوړ کړی چې د ټولو پورونه په کې مشخص شوي دي.

دی وايي، قرارادادي د پنځه ميليونو ډالرو د کار دعوه کړې؛ خو د دوی ارزونه ښيي چې په جومات باندې تر اوسه يو ميليون،۹ سوه او ۸۶زره امريکايي ډالر لګښت راغلی چې شل اشاريه ۵ سلنه کار يې بشپړ شوی دی.

د ننګرهار د ولايتي شورا غړي اسرار الله مراد د سپين جومات قضيه د ننګرهار لپاره د شرم يوه قضيه وه چې له تېرو لسو کلونو راهيسې په رسنيو کې ښکته پورته کېدله.

نوموړي د جومات د چارو پيل يو ښه ګام ياد کړ، خو ټينګار يې وکړ چې دا ځل بايد چارې په پوره شفافيت ترسره شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement