ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کجورو د بڼونو جوړولو ملي طرحه تایید شوه

د کجورو د بڼونو جوړولو ملي طرحه تایید شوه

author avatar
15 Jul 2019 - 17:40
د کجورو د بڼونو جوړولو ملي طرحه تایید شوه
author avatar
15 Jul 2019 - 17:40

کابل (پژواک، ٢٤ چنګاښ ٩٨): د کرنې وزارت وايي چې د کجورو «خرما» د بڼونو جوړولو ملي طرحه د عالي اقتصادي شورا له خوا تایید شوه.

له ياد شوي وزارت څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په سپارښتنه د کرنې وزارت له خوا د کجورو «خرما» د بڼونو ملي طرحه چمتو او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دراني له خوا اقتصادي عالي شورا ته وړاندې شوې وه، چې د یادې شورا له خوا ومنل شوه.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وایي، د دې طرحې پر اساس ټاکل شوې چې د کرنې وزارت له خوا د کجورو دوه زره او ۷۰۰ هکټاره سوداګریز بڼونه جوړ شي او دغه راز د خرماوو د بېلابېلو ډولونو د انساجو د کرکېلې له لارې د خرماوو د اصلاح او تصدیق شویو نیالګیو د تولید او تکثیر په پار درې لابراتوارونه هم ایجاد کړي.

ده زياته کړه، د فراه، هلمند او ننګرهار په ولایتونو کې څېړنیز فارمونه او د خرماوو ملي کلکېسیون جوړول، د کیفیت د کنټرول د سټنډرډونو پلي کول، د بازار موندنې تصدیق پاڼې صادرول او ترویجي خدمتونه وړاندې کول د کرنې وزارت د دې طرحې نورې برخې دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د دې طرحې پر اساس د کرنې وزارت په برنامو کې د کجورو سوداګریز بڼونه جوړول، د کجورو بڼونو جوړولو په پار له وچو او هغو ځمکو څخه چې د کرکيلې وړ نه دي، ګټه پورته کول، د انساجو د کرلو له لارې د مختلفو ډولونو د اصلاح شویو نیالګیو تولید، د کورني مارکېټ لپاره ښه کیفیت لرونکو کجورو تولیدول، د بڼوالۍ په برخه کې د کار زمينه برابرول او خصوصي سکټور لپاره د پانګونې نوي فرصتونه برابرول او د بېلابېلو نیالګیو ملي کلکېسیون جوړول شامل دي.

سرچينه زياتوي، د دې طرحې په پلي کولو کې ۱۵.۱۱ میلیونه امریکایي ډالر لګول کېږي.

سرچينه کاږي، د دې لپاره چې افغانستان متنوع اقلیم لري او د دې ترڅنګ تاوده اوړي او وچې دښتې د خرما کرکيلې او تولید لپاره مساعدې دي. له پخوا راهیسې د ننګرهار، لغمان، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار او خوست په ولایتونو کې په دودیزه توګه د خرماوو کرکيله دود دي، چې د تخم په واسطه تکثیريږي. د یادو ولایتونو اقلیمي شرایط د خرماوو کرکيلې او تولید لپاره مساعده ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، د عربستان له خوا په ۲۰۰۸ز کال کې افغانستان ته د خرماوو ۱۰ زره بېلابېل نژادونه ورکړل شول، چې د ننګرهار، لغمان او هلمند په ولایتونو کې کرل شوي دي.

سرچينه وايي، تېر کال افغانستان د ۹.۲ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۸ زره او ۷۶۰ ټنه خرما وارد کړې ده. د دغو بڼونو له جوړولو څخه د کرنې وزارت موخه د ښه کیفیت لرونکو خرماوو د تولید ډېروالى او له بهره د خرماوو د تولیداتو د کچې ټيټول دي. د خرما په برخه کې پر ځان بساینه د کورني مصرف په برخه کې په کال کې ۱۰ میلیونه ډالر د افغانستان د اقتصادي ودې په برخه کې مرسته کولای شي او د دې ترڅنګ ډېرو خلکو ته د کاروبار او پانګونې زمینه هم برابروي.

د کرنې وزارت له پانګوالو او خصوصي سکتور څخه غوښتي چې د دې طرحې په پلي کولو کې د همکاریو ترلاسه کولو په پار دې یاد وزارت ته مراجعه وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.