د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار په شپږ ولسوالیو کې د جګړې فشار ډېر شوی

د کندهار په شپږ ولسوالیو کې د جګړې فشار ډېر شوی

Jul 15, 2019 - 15:56

کندهار (پژواک،۲۴چنګاښ ۹۸): وسله والو طالبانو د کندهار په یو شمېر سرحدي او شمالي ولسوالیو کې جګړې ته زور ورکړی او دشپې له پلوه یې پر امنیتي پوستو بریدونه ډېر کړي دي.

معروف، خاکرېز، شاولیکوټ، نېش،غورک او میوند هغه ولسوالۍ دي چې په دې وروستیو کې په کې د وسله والو په تحرکاتو او بریدونو کې ډېروالی راغلی دی.

په تېرو څو اوونیو کې په دغو ولسوالیو کې د دواړو لورو تر منځ درنې جګړې شوي چې دواړو لورو ته په کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

چارواکي وايي، وسله وال غواړي د جګړې د شدت له لارې امتیازات واخلي، خو امنیتي ځواکونو یې سخته مقابله کړې ده.

د کندهار امنیه قوماندان تورنجنرال تادین خان پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله وال د خپل سر نه دي، هغوی په زور جګړې ته مجبور کېږي.

دی زیاتوي: ((ټول پوهېږو چې دلته د جګړې پلانونه د کرښې په هغې غاړه کې جوړېږي، وسله والو ته ویل کېږي چې باید جګړه وکړي.))

د ده په خبره، له همدې امله وسله والو په دې وروستیو کې ډیورنډ کرښې ته په ور څېرمه ولسوالیو او یو شمېر شمالي ولسوالیو کې جګړه تېزه کړې  او غواړي دغه ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ کړي.

خو دی وايي چې په ټولو ولسوالیو کې اضافي سرتېري ځای پر ځای شوي څو د وسله والو د بریدونو مقابله او مخنیوی وکړي.

د کندهار والي حیات الله حیات هم د دې ولایت په ولسوالیو کې د جګړې پر تېزوالي اندېښنه ښيي او په دې نظر دی چې د جګړې دغه شدت د سولې په خبرو کې د ډېر امتیاز اخیستو لپاره دی.

هغه زیاتوي: ((طالب وسله والو د سولې په خبرو کې د ډېر امتیاز اخیستو لپاره جګړه تونده کړې خو امنیتي ځواکونه یې د مقابلې او مخنیوي لپاره بشپړ چمتووالی لري.))

دی وايي، وسله والو یوازې په معروف کې نه، بلکې په څو ولسوالیو خاکرېز، شاولیکوټ، نېش، غورک او میوند کې خپل تحرکات ډېر کړي او دا کار یې داسې مهال پیل کړی چې یوې خوا ته د سولې خبرې روانې دي او دې خوا ته دوی غواړي نړیوالو او خپلو بادارانو ته وښيي چې په افغانستان کې پراخ حضور لري.

تېره اوونۍ یوازې په معروف ولسوالۍ کې وسله والو دوه ځله خونړي بریدونه وکړل چې ګڼو سرتېرو او وسله والو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.

د جګړې دغه شدت د ولسوالیو اوسېدونکي اندېښمن کړي او وايي، په دې ولایت کې هر کال جګړه داسې مهال زور اخلي چې د مېوو د حاصلاتو وخت نږدې کېږي چې هم ځاني او هم مالي زیانونه له ځان سره لري.

د معروف ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالله افغان پژواک خبري اژانس ته وویل، دوبی په کندهار کې د مېوو د رسېدو موسم دی، خو له بده مرغه په دغه موسم کې جګړه هم زور اخلي.

دی وايي، کله چې جګړه وي، باغ لرونکي نه شي کولای خپلې مېوې په ډاډه زړه تر مارکېټ پورې ورسوي او یا یې هم پېرونکي ولسوالیو ته سفر وکړي.

د ده په خبره، په تېرو کلونو کې د جګړو له امله په وار وار د خلکو مېوې په باغونو کې خرابې شوي او باغ لرونکو ته درانه زیانونه اوښتي دي.

د ده په خبره، دا چې د جګړې ډېر زور په ولسوالیو کې دى نو ډېر زیان یې هم د ولسوالیو اوسېدونکو ته اوړي.

دی وايي، د جګړو او بریدونو له امله نور د ولسوالیو د اوسېدونکو حوصله پای ته رسېدلې خو مجبور دي او په همدې سخت حالت کې یې هم خپل ژوند ته دوام ورکړی، ځکه خپل کورونه، کروندې او باغونه نه شي پرېښودای.

د ده په خبره، خلک د جګړې درېدو او په هېواد کې د سولې راتلو ته په تمه دي.

د یادونې ده چې جګړه د کندهار په هغو ولسوالیو کې ده چې د دوبي د موسم تر پیل کېدو وړاندې په کې عملیات هم وشول.

هغه مهال چارواکو ویل چې په دغو عملیاتو کې يې د وسله والو مرکزونه، د روزنې ځایونه او پټنځایونه له منځه یووړل.

خو لا هم لیدل کېږي چې دغو عملیاتو د جګړې شدت کم نه کړای شو.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement