د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ملي تدارکاتو کمېسيون ۲۱ تدارکاتي موضوع ګانې منظور کړې

ملي تدارکاتو کمېسيون ۲۱ تدارکاتي موضوع ګانې منظور کړې

Jul 15, 2019 - 17:46

کابل (پژواک، ٢٤ چنګاښ ٩٨): د ملي تدارکاتو کمېسيون له یو میلیارد څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ۲۱ تدارکاتي موضوع ګانې منظور کړې دي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ  د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه او په کې ۲۱ تدارکاتي موضوع ګانې وارزول شوې چې په پايله کې له ۱،۱ میلیارد څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ټولې منظور شوې.

سرچينه زياتوي، دغه راز  ملي تدارکاتو ادارې  د ملي انکشاف عملیاتي او ملاتړې ادارې اړوند د دارالامان او تاج بېګ ماڼیو د اساسي ترمیماتو پروژو د قراردادونو د مودې غځول، د افغانستان برېښنا شرکت د اړتیا وړ برېښنایي مېټرونو د تدارک او نصبولو او ترانسپورټ وزارت له لوري ښرنې څخه تر انګور اډې پورې د سړک جوړول، منظور کړل.

سرچينه کاږي، د اجنډا مطابق په دې غونډه کې د مخکېنیو فیصلو او راپورونو پر تحقق بحث وشو چې په پایله کې منظور شول.

جمهور رئیس غني د قراردادي شرکتونو د پانګونې په اړه د ملي تدارکاتو کمېسیون د مخکېنیو فیصلو د تحقق پر راپور د بحث پر مهال اړوندو وزارتونو ته لارښوونه وکړه، که قراردادي شرکتونه د پروژو په عملي کولو کې پانګونه ونه کړي، د بل ځل لپاره دې هیڅ تړون ورسره نه کېږي.

د خبرپاڼې د معلوماتو پربنسټ، په دې غونډه کې د ملي تدارکاتو ادارې پر غړو او مسوولینو سربېره، د افغانستان د شفافیت څار بنسټ، سیګار او غوڅ ملاتړ سیستیکا ملي او بین المللي څارونکو هم حضور درلود.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement