د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

هلمند کې به د انګورو له باغونو ٩٠ زره مټريک ټنه حاصلات ترلاسه شي

هلمند کې به د انګورو له باغونو ٩٠ زره مټريک ټنه حاصلات ترلاسه شي

Jul 15, 2019 - 11:51

لښکرګاه (پژواک، ٢٤ چنګاښ ٩٨): د هلمند د کرنې رياست مسوولين وايي چې سږکال به د دغه ولايت د انګورو له باغونو څخه ٩٠ زره مټريک ټنه حاصلات ترلاسه شي چې د تېرو کلونو په پرتله لس سلنه زياتوالى ښيي.

بل لورته بڼوال که څه هم د انګورو حاصلاتو ته خوښ دي، خو د مناسب بازار او سړخونو نشتوالي اندېښمن کړي دي.

د هلمند د کرنې رييس زلمي الکو د چنګاښ په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت په ٦٤١٠ هکتاره ځمکه کې د انګورو باغونه جوړ شوي او خلک هم ترې ښه حاصلات ترلاسه کوي.

دى وايي: ((موږ هر کال په دې ولايت کې د بڼوالو په همکارۍ درې سوه نوي باغونه جوړو، ترڅو د کوکنارو کښت د مخنيوي لپاره يو ښه بديل شي او دې کار نتيجه هم ورکړې ده.))

د الکو د معلوماتو له مخې، سږکال به د دغه ولايت له باغونو څخه شاوخوا نوي زره مټريک ټنه د انګورو حاصلات ترلاسه شي چې د تېرو کلونو په پرتله لس سلنه زياتوالى ښيي.

د هغه په وينا، هلمند کې دا مهال د انګورو ٢١ ډولونه شته چې د دغه ولايت ترڅنګ په نورو ولايتونو کې هم ښه بازار لري.

بل لورته د مرکز لښکرګاه يو تن بڼوال عبدالله پژواک ته وويل چې د انګورو سږنيو حاصلاتو ته ډېر خوښ دى.

دى وايي: (( حاصلات مو ډېر ښه دي، خو د خرڅلاو لپاره يې نه مناسب بازار شته او نه سړې خونې شته چې موږ خپل انګور په کې وساتو، هر کال را باندې پاتې وي او يا را نه خرابيږي.))

دغه راز د نادعلي ولسوالۍ يوتن بڼوال سردار محمد هم پژواک ته وويل چې د انګورو سږني حاصلات يې ډېر ښه دي.

هغه زياته کړه: (( حاصلات مو ډېر ښه دي، خو دا چې بازار نشته، پروسږکال مې خپل د باغ انګور مُفت پر کليوالو ووېشل او سږکال هم که بازار نه وي مجبور يم همدا کار وکړم.))

يو شمېر نورو بڼوالو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومت څخه يې غوښتنه وکړه چې د دوى حاصلاتو ته په کور دننه او بهر کې بازار پيدا کړي.

خو د هلمند د کرنې رييس وايي چې دوى کوښښ کوي په هلمند او نورو ولايتونو کې د دغه ولايت د کروندګرو حاصلاتو ته مناسب بازار پيدا کړي.

د يادونې ده چې هلمند د افغانستان په کچه هغه ولايت دى چې تر نورو ډېر په کې کوکنار کرل کيږي. خو په دې وروستيو کې حکومتي مسوولين کوښښ کوي چې له بېلابېلو لارو په دغه ولايت کې د کوکنارو د کر کېلې مخه ونيسي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement