د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

وکیلان: د ولسي جرګې د کمېسیونونو ریاستونه پېر او پلورل کېږي

وکیلان: د ولسي جرګې د کمېسیونونو ریاستونه پېر او پلورل کېږي

Jul 15, 2019 - 16:43

 

کابل (پژواک،۲۴ چنګاښ ۹۸): د ولسي جرګې یو شمېر غړي ادعا کوي چې د دې جرګې د کمېسیونونو ریاستونه پېر او پلورل کېږي او له همدې امله د کمېسیونونو د اداري پلاوو ټاکنې ځنډول شوې دي.

 د غويي په ۲۸ مه د ملي شورا له پرانیستې او  ۷۰ ورځې وروسته د جنجالي ټاکنو په پایله کې میررحمان رحماني د ولسي جرګې د رییس، امیرخان یار لومړی نایب، احمد شاه رمضان دویم نایب، کریم اتل منشي او عرفان الله عرفان ددې جرګې د نایب منشي په توګه وټاکل شول.

 له هغه وروسته ددې جرګې رییس، مرستیال او د یوولسو دایمي کمېسیونونو منشیان ټاکل شوي خو شپږ نور کمېسیونونه لا هم د خپل اداري پلاوي په ټاکلو بریالي نه دي.

د مخابراتو او مواصلاتو، ملي اقتصاد، د دیني او فرهنګي چارو، دفاعي چارو، روغتیا او بدني روزنې، عدلي او قضايي چارو، چاپېریال، د داخلي امنیت چارو، مالي او بودیجه، د ښځو چارو ریاست کمېسیونونه توانېدلي چې خپل اداري پلاوي وټاکي، خو د کوچیانو، د شکایتونو د اورېدو، د وکیلانو خوندیتوب او امتیازونه، له نشه یي توکو سره مبارزه، د نړیوالو او تقنیني چارو کمېسیونونو تر اوسه خپل اداري پلاوي نه دي ټاکلي.

ددې جرګې یو شمېر غړي د کوم چا له نوم اخیستو پرته ادعا کوي چې د کمېسیونونو د اداري پلاوي په ټاکنو کې د ریاست څوکۍ د کټلو لپاره رایې پېر او پلورل کېږي او ددغه کار له امله یادې ټاکنې څو ورځې وخت نیسي.

په ولسي جرګه کې د کوچیانو استازي میرویس بلخي د ملي شورا په تالار کې وویل: ((څوک چې پیسې لري رییس کېږي، د مواصلاتو او مخابراتو په کمېسیون کې ان یوه رایه په ۳۰ زره ډالرو پېرل شوې ده.))

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازې شینکۍ کړوخېل هم وویل: ((له بده مرغه شایسته سالارۍ ته توجه نه کېږي، د رایې بیه نه ده راته معلومه او څوک دا جرئت هم نه شي کولای چې ماته پیسې راکړي او یا یې راته وړاندیز وکړي، له شواهدو ښکاري چې شتمنو کسانو څوکۍ ترلاسه کړې، د کمېسیونونو د رییسانو په ټاکنو کې معیار شتمني وه نه لیاقت اوشایسته سالاري.))

په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازي کمال ناصر اصولي د کوم کس له نوم اخیستو پرته وویل: ((د موجوده لېستونو له مخې له ۲۰۰ ډېرو وکیلانو د اداري پلاوي او کمېسیونونو په ټاکنو کې خپلې رایې له ۱۰ تر ۲۰ زرو امریکايي ډالرو پلورلې دي.))

په دې جرګه کې د کابل د خلکو استازي رمضان بشردوست هم وویل چې په کمېسیونونو کې د پیسو، قوم او ګوند په اساس رییسانو ته رایې ورکول کېږي.

هغه زیاته کړه، د کمېسیونونو د اداري پلاوو د غړو او رییسانو په ټاکلو کې تخصص ته پاملرنه نه ده شوې، په داسې حال کې چې د داخلي دندو په اصولو کې په کمېسیونونو کې د غړیتوب لپاره پر تخصص ټینګار شوی دی.

د یو شمېر کمېسیونونو اداري پلاوي په داسې حال کې تر اوسه نه دي ټاکل شوي چې د جرګې اجنډا د رییسانو کمېټې له خوا چې د کمېسیونونو د رییسانو او جرګې د اداري پلاوي څخه جوړه شوې ټاکل کېږي.

د ولسي جرګې نایت منشي عرفان الله عرفان نن خبریالانو ته وویل، د ولسي جرګې نننۍ ناسته د شپږو کمېسیونونو د اداري پلاوو د ټاکنو له امله ترسره نه شوه، ځکه تر اوسه د رییسانو کمېټه نه ده بشپړه شوې.

د ده په خبره، په هغه صورت کې چې نن د ټولو کمېسیونونو رییسان وټاکل شي د رییسانو کمېټې ناسته ترسره کېږي او د راتلونکو ورځو لپاره به اجنډا وټاکي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement