د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په اروزګان کې ٣٥ ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړل شو

په اروزګان کې ٣٥ ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړل شو

Jul 15, 2019 - 17:29

ترينکوټ (پژواک، ٢٤ چنګاښ ٩٨):د اروزګان ولايت پخوانى والي او ځايي سرچينې وايي چې د ګډو ځواکونو په عملياتو کې تر ٣٥ زياتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځايي سرچينې وايي، دا عمليات تېره شپه د ګېزاب ولسوالۍ په خلج سيمه کې ترسره شوي دي، افغان او نړيوالو ځواکونو د طالبانو پر مرکزونو شپنۍ چاپې ووهلې چې د طالبانو له غبرګون سره مخ شول.

د اروزګان پخواني والي او د ګيزاب ولسوالۍ د خلج د سيمې اوسېدونکي امان الله تيموري د چنګاښ په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې وژل شوي کسان يې د کورنۍ غړي دي او لا هم جسدونه تر خاورو لاندې پراته دي.

د هغه په وينا، په بمباريو کې  شپږ وسله وال  طالبان هم وژل شوي دي.

بلخوا په ګيزاب کې يوې باوري سرچينې پژواک ته وويل، هوايي بمبار هغه مهال وشو چې وسله والو طالبانو د خلکو له کورونو څخه پر ګډو ځواکونو بريدونه کول.

د سرچینې په وینا، وروسته سيمې ته د بهرنیو ځواکونو چورلکې ورغلي او د ملکي وګړو کورونه يې بمبار کړي دي.

سرچینه زیاتوي چي دغو بمباریو کې ديوه طالب قوماندان ملا نصرالله په ګډون چې تازه له پاکستانه را ستون شوى و، درې طالبان هم وژل شوي دي.

خلج سیمه له کلونو راهيسې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ده چې افغان او بهرني ځواکونه وخت ناوخته په کې د طالبانو ځپلو په موخه شپنۍ چاپې وهي.

د اروزګان ولایت مقام او امنيه قوماندان محمد خطاب خنجري بيا له دې پېښې نا خبري ښيي، خو په ختيځ کې د ٢٠٥ اتل قول اردو بيا په هوايي بريدونو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې راپورونه رد کړي دي.

ددغې قول اردو له خوا په ټويټر کې په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوى د ملکي تلفاتو راپورونه او ادعاوې جدي نيسي، افغان او ناټو همکارانو تل هڅه کړې چې ملکي وګړو ته خطرونه کم کړي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې د ملکي تلفاتو د مرګ ژوبلې پېښې زياتې شوې دي، تېره ورځ په ميدان وردګو کې هم تر لسو زيات ملکي وګړي وژل شوي وو.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement