کابل (پژواک، ٢٤ چنګاښ ٩٨) : امنيتي ځواکونه وايي چې د کندهار او بلخ ولايتونو په دوو چاودنو کې څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.
په سوېل کې د ٢٠٥ اتل قول اردو له خوا د چنګاښ په ٢٤مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پرون د شاه وليکوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې پر ملکي وګړو د طالبانو له خوا ځاى پر ځاى شوى ماين چاودېدلى و.
سرچينې زياته کړې، په دې چاودنه کې ښځه او خاوند وژل شوي او يو ماشوم يې سخت ټپي شوى چې د ملي اردو ځواکونو له خوا روغتون ته لېږدول شوى دى.
بلخوا په شمال کې د شاهين قول اردو له لوري په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بلخ ولايت د چهاربولک ولسوالۍ په خان اباد سيمه کې د يوې چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي دي.
خو طالبانو تر اوسه ددې چاودنو په اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن